د لاس رسي وړ اتصالات

سره له دې، چې تېرکال په خوست کې تر شپیتو زياتې د پوليو شکمنې پېښې لېدل شوې وې، خو د دغې ناروغۍ پرضد د مبارزې مسوولين وايي، چې تر اوسه يې د کومې مثبتې پېښې راپور نه دی ترلاسه کړی.

په خوست کې د پوليو په برخه کې د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر نجيب الرحمن رحماني وايي، چې په دې ترڅ کې تېر کال يواځې يوه مثبته پېښه لېدل شوې، چې هغه هم مخکې له مخکې په شمالي وزيرستان کې تثبيت شوې وه.

ښاغلي ډاکټررحماني زياته کړه، د دې لپاره، چې د دغې ناروغۍ د ويروس د خپرېدو او د مثبتو پېښو د رامنځته کېدو په مخنيوي کې نور هم بريالي وي، د واکسينو د تطبيق لپاره يې عامه پوهاوی پراخ کړی.

هغه د يادې شوې ناروغۍ د خطرونو په اړه وويل: "خلکو ته زما ويل دا دي، چې د نړۍ په هيڅ پرمختللي هېواد کې د دغې ناروغۍ درملنه نشته. د مخنيوي يواځنۍ لاره يې ماشوم ته د واکسينو د دوه څاڅکو ورکړه ده".

د خوست د عامې روغتيا مسوولين وايي، چې د رسمي شمېرو له مخې هر ځل نږدې ۳ سوه زره ماشومانو ته، چې شاوخوا ۱۵ زره يې وزيرستاني کډوال ماشومان دي، د ګوزن ضد واکسين تطبيقوي.

د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر هدايت الله حميدي امريکاغږ ته وويل، چې د واکسيناتورانو له پوره هڅو سره، سره بيا هم د دې ولايت په ځينو سيمو کې ناڅرګند شمېر ماشومان له واکسينو پاتې کېږي.

په دې ولايت کې د ساري ناروغيو د کنترول مرکز مسوول ډاکټرګل احمدشاه وايي، چې که د پوليو ضد واکسين پر ورکړې سربېره، خلکو ته د دغې ناروغۍ د انتقال لارې هم وښودل شي، ښايي ډېر اغېز پرېباسي.

"د ګوزن ناروغۍ د مخنيوي لپاره دا هم لازمه ده، چې د ماشوم خوراک بېل شي، غائطه مواد يې وسوځول شي، جامې يې بل ماشوم ته وانه غوستل شي او هم د ناروغ ماشوم نظافت ته جدي پاملرنه په کار ده".

سره له دې، چې مسوولين په دې ولايت کې د يادې شوې ويروسي ناروغۍ د خپرېدو په برخه کې د پرمختګ خبره کوي، خو ځينې روغتياپالان لاهم خوست او پکتيکا د پوليو له خطره ډک ولايتونه بولي.

د دې لامل دا ګڼي، چې له شمالي وزيرستانه خوست او پکتيکا ته راغلو کډوالو په تېرو څو کلونو کې په خپله سيمه کې ماشومانو ته د ګوزن يا د نورو ناروغيو ضد واکسين نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG