د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کي د روغتیا د زده کړو مرکز جوړ شوی


Khost, Afghanistan

Khost, Afghanistan

په خوست کې د افغانستان د عامې روغتيا مسوولينو لپاره د لنډمهاله زده کړو مرکز پرانیستل شوی دی. مسوولين وايي، چې د هېواد د ټولو ولايتونو په ګډون به د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو روغتيا پالان هم دلته د رهبرۍ، مديريت او حکومتوالۍ په برخو کې زده کړې کوي.

دغه مرکز د افغانستان په کچه د روغتيايي کار کوونکو د کاري وړتياوو د لوړوالي او د دوي له لوري خلکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ او نن پرانیستل شو.

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر هدايت الله حميدي د دغه مرکز د پرانستنې پرمهال امريکا غږ ته وويل چې په دې مرکز کې به د رهبرۍ، منجمېنټ او حکومتدارۍ په برخو کې زده کړې ورکول کېږي.

ډاکټر حميدي وويل چې په دې مرکز کې چې د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې له لوري تمويلېږي د هېواد د ټولو ولايتونو په ګډون به د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو د عامې روغتيا کار کوونکي هم په يادو شويو برخو کې لنډمهالې زده کړې کوي. ډاکټر حمیدي داسي وايي ،،په دې کې د نورو ولايتونو د عامې روغتيا مسوولين، د وزارت مسوولين، همدارنګه د نورو هېوادونو د عامې روغتيا مسوولين کولای شي، راشي او تجربې سره شريکې کړي. ښو کړنو ته د روغتيا په سيستم کې لومړيتوب ورکوو او نېمګړتياوو ته د حل لارې پيدا کوو،،.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ولايتي اړيکو د دفتر مشاور ډاکټر هدايت الله سهاک چې د ياد شوي مرکز د پرانیستنې په غونډه کې يې ګډون کړی و، دغه مرکز د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ډېر مهم وباله.

هغه وويل چې په ياد شوي مرکز کې به زده کړې دوامدارې نه وي، بلکې د ورکشاپونو، سيمينارونو او کنفرانسو په بڼه به د ولايتونو روغتيا پالان يو له بل سره تجربې شريکوي او نېمګړتياوې به له منځه وړي.هغه په دې اړه داسې وويل،، د د يوې ځانګړې ارزونې له مخې، چې موږ ترسره کړې ده، د هېواد په ځينو ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې يو شمېر نيمګړتياوې لېدل کېږي او خدمتونه په ښه بڼه نه وړاندې کېږي.،،

د يادونې وړ ده چې دا د افغانستان په کچه دريم مرکز دی، چې جوړېږي. تر دې مخکې په هرات او کندهار کې هم دې ته ورته مرکزونه جوړ شوي دي.

همدارنګه د روغتيا پالانو د زدکړې د دغه مرکز په پيل کې د ختيځو او سوېل ختيځو ولايتونو د عامې روغتيا ګڼ شمېر مسوولينو لپاره يو درې ورځنی ورکشاپ هم پيل شو.

د پکتيکا د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولي ګل چې په ياد شوي ورکشاپ کې يې ګډون کړی و وايي چې د خپلو کاري دندو د ښو پرمخ بيولو لپاره د داسې مرکزونو روزنې ته ډېره اړتيا لري. هغه داسي وايي ،،داسې نده چې په افغانستان او يا په دغو ولايتونو کې استعدادونه نشته. الحمد لله موږ د روغتيا په برخه کې ډېر ښه استعدادونه لرو. دغه مرکزونه نورو ولايتونو ته هم بايد وغځول شي. دغه مرکز چې څومره خوست ته مهم دی، دومره پکتيکا ته هم مهم دی. په دې سره خلک نور زيار هم باسي،،.

د خوست د عامې روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر هدايت الله حميدي وويل چې په دې ورکشاپ کې د ننګرهار، کونړ، لغمان، لوګر، غزني، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو شاوخوا دېرشو کسانو ګډون کړی دی.
XS
SM
MD
LG