د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې بزګران د حکومت څخه ګیله لري


په خوست ولايت کې بزګران وايي، چې د زراعت په برخه کې دولت هيڅ مرسته نده ورسره کړې او غوښتنه کوي، چې دې برخې ته دې خپله توجه زياته کړي. د خوست بزګرانو دغه شکايت د بزګر ورځې د نمانځلو په غونډه وکړ. د بزګر ورځ په خوست کې نن ونمانځل شوه، چې سلګونو بزګرانو پکې ګډو کړی و او له دوی سره يوه اندازه د تخمونو او کرنيزو وسايلو مرسته هم وشوه.

خو بزګران وايي، چې دولت د زراعت سکتور ته هيڅ پاملرنه نده کړې. دوی زياتوي، چې په کافي اندازه اصلاح شوي تخمونه ندي ورکړل شوي، د سرې مرسته نده ورسره شوې، د فصلونو د مرضونو لپاره دوا درمل او دغه راز نور کرنيز وسايل ندي ورته برابر شوي.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی وايي، چې لومړی خو دولت د اصلاح شويو تخمونو کافي مرسته نده کړې او که کړې يې ده، بې وخته يې تخمونه ورکړي او د کرلو په توګه يې ترې ګټه نده اخيستې.

هغه وايي: ،،داسې مرسته نده شوې، چې بزګرانو ته يې ګټه رسولې وي، که د تخم غنم راغلي دي، په ثابت وخت باندې ندي راغلي، په کوم وخت کې، چې ورته ضرورت وي. له دولت څخه مو غوښتنه دا ده، چې که تخم ورکوي، په هغه وخت کې دې ورکړي، چې ورته ضرورت وي،،.

د خوست تڼي، صبري، ګربز او تريزايي هغه ولسوالۍ دي، چې نسبت نورو ولسواليو ته للمي ځمکې زياتې لري، چې فصلونه يې د باران د اورښت په نتيجه کې ښه حاصلات ورکولای شي.

د دې سيمو اوسېدونکي وايي، چې دولت ورته د للمي ځمکو د خړوبولو هيڅ ډول سيستم ندی جوړ کړی او وايي، چې له باراني اوبو پرته د دوی ځمکې حاصلات نه ورکوي.

په دې اړه د تڼيو ولسوالۍ يو تن بزګر داسې وايي: ،، زموږ د تڼيو ولسوالۍ ټول خلک په للمي ځمک پراته دي، له موږ سره هيچا هم مرسته نده کړې، نه يې بندونه راته جوړ کړي، نه يې څاه راته کېندلی دی او نه یې نورې مرستې راسره کړې دي. په هره برخه کې که د دولت لاس رسېږي، له موږ سره دې مرسته وکړي، هغه که تخم، سربندونه او که بل څه وي،،.

د خوست د زراعت سرپرست رئيس انجينر فضل رحيم وايي، چې سږ کال يې له بزګرانو سره د مرستې په برخه کې يو ځانګړی پلان جوړ کړی، چې په تطبيق سره به يې د بزګرانو ډېرې ستونزې هوارې شي.

هغه وايي، چې غواړي، پر بزګرانو باندې پر خپل وخت اصلاح شوي تخمونه وويشي، د کيمياوي سرې، د فصلونو د امراضو دوا درملو او دغه راز د يو شمېر نورو کرنيزو وسايلو په برخه کې پراخې مرستې وکړي.

هغه وايي: ،،تقريباً ۱۷ ميليونه امريکايي ډالر يې د تخمونو او کيمياوي سرې لپاره ځانګړي کړي دي، همداسې يې ۲۰ ميليونه ډالر د باغونو د جوړولو لپاره ځانګړي کړي او دغه راز يې د سربندونو لپاره هم. د مشکلاتو اساسي حل د ذخيروي بندونو او عادي بندونو جوړول دي، چې په دې برخه کې ډېر ښه پلان جوړ شوی او دا د ټولو لپاره ښه زيری دی،،.

د خوست د زراعت سرپرست رئيس دغه راز وايي، چې له بزګرانو سره پر مرستې سربېره يې د باغونو د بيا احيا کولو لپاره يوه اندازه بوديجه هم تر لاسه کړې.

هغه وايي، هغه باغونه، چې د پخوانيو دولتونو پر مهال په خوست کې جوړ شوي او اوس يې يوه برخه له منځه تللې، غواړي، بيا ورغوي او ګټه ترې واخلي.

XS
SM
MD
LG