د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د کرنې د ودې لپاره نوي سربندونه جوړیږي


د دغو سربندونو د جوړولو لپاره نړیوال بانک نږدې ۱۱ لکه امريکايي ډالر ځانګړي کړي، چې شاوخوا ۱۱ زره جريبه ځمکه خړوبوي.
د دغو سربندونو د جوړولو لپاره نړیوال بانک نږدې ۱۱ لکه امريکايي ډالر ځانګړي کړي، چې شاوخوا ۱۱ زره جريبه ځمکه خړوبوي.

د کرنيزو ځمکو په خړوبولو او دغه راز د ښو زراعتي محصولاتو په زياتېدو کې د سربندونو رول تر ټولو مهم بلل کېږي، خو په اساسي توګه د سربندونو پر جوړولو سره کرنيزمحصولات دوه چنده زياتېدای شي.

په همدې ترڅ کې د کرنې د ودې او پراختيا لپاره د خوست په مرکز کې د متون سيمې د خوړه په اوږدو کې په پاخه ډول د شپږو لويو سربندونو د جوړېدو کارونه تازه پيل شوي.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي"د دغو سربندونو د جوړېدو لپاره نړيوال بانک نږدې ۱۱ لکه امريکايي ډالر ځانګړي کړي، چې پر جوړېدو سره به يې شاوخوا ۱۱ زره جريبه ځمکه خړوبه شي.په دې کې شپږ سربندونه او يو شمېر استنادي ديوالونه شامل دي. دا د دغې سيمې د خلکو اساسي غوښتنه وه، چې په بشپړېدو سره به يې د اوبو په برخه کې د هغوی ستونزه هواره شي."

د متون د سيمې کروندګر او نور اوسېدونکي د دغو سربندونو په جوړېدو سره له دې امله خوښي څرګندوي، چې له دې وروسته به هر وخت د ځمکو خړوبولو لپاره کافي اوبو ته لاس رسی ولري.

حاجي شريف الله داسې وويل" دا زراعتي پروژې دي. مخکې زموږ ځمکې داسې وې، لکه للمي ځمکې. اوس به زموږ ځمکې کافي اوبه ولري. "

په مجموع کې خوست نبست ابي ځمکې ته پريمانه للمي ځمکې لري، چې کله نا کله د باران د نه اورښت او دغه راز د سربندونو د نشتوالي له امله زياتره وخت شنډې پاتې کېږي.

قومي مشر رسول محمد تڼي له امريکاغږ سره په خبرو کې په دې ولايت کې د سربندونو پر جوړېدو ټينګار وکړ. هغه زياته کړه، چې هم زراعتي ځمکې په وخت خړوبې شي او هم به يې په محصولاتو کې زياتوالی راشي.

ده وویل " سربندونو ته اشد ضرورت دی، ځکه خوستوال راځي، بېل رااخلي او په شګو سربندونه جوړوي. خوست للمي ځمکې لري. ډېر وخت چې اوبه نه وي، ځمکې له حاصلاتو لوېږي."

په همدې حال کې د خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي، هڅه کوي، چې د زراعت د ودې ترڅنګ په نورو برخو کې د خلکو اساسي اړتياوې معلومې او پربنسټ يې جدي ګامونه واخلي.

" موږ کوښښ کوو، چې د خلکو اړتياوې او لومړيتوبونه په ښه شکل سره را ټول، له اړونده وزارتونو او ادارو سره يې شريک او د بودجې د شته والي په صورت کې مثبت ځواب ورته ووايو. "

بايد وويل شي، چې په روان ۱۳۹۳ کال کې د خوست په مختلفو سيمو کې د زراعت د ودې او پراختيا او همدارنګه له سيلابونو څخه د کرنيزو ځمکو د ژغورنې په برخو کې ګڼ شمېر پروژې تطبيق شوي دي.

XS
SM
MD
LG