د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې يو پوليس پر خپل قوماندان ډزې کړي او وژلی يې دی. دغه پېښه د ماشومان د اصلاح په يوه مرکز کې رامنځته شوې ده.

تېره شپه د يوه افغان پوليس له لوري د پوليسو يو قوماندان د خوست ولايت د ماشومانو د اصلاح په مرکز يا دارالتاديب کې ويشتل شوی او وژل شوی دی.

د خوست د امنيت امر سمونوال محمدیعقوب پرته له توضيحاتو د دې پېښې پخلی کړی، خو ويلي يې دي، چې بريد کوونکی نيول شوی او تر څېړنو وروسته به څرګنده شي، چې پېښه څنګه رامنځته شوې ده.

د ماشومانو د اصلاح مرکز مشر مديرنوربادشاه اشنا راډيو ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د شپې د پيرې پر مهال يو تن پوليس، چې وارث نومېده پر خپل قوماندان خيالي جان ډزې کړي او ځای پر ځای يې وژلی دی.

،،د دوی اطاق يو دی، قوماندان هم پيره کوي، خو په دې وخت کې پيره دار دغه وارث نومی و. په دې وخت کې يې قوماندان ته ويلي، چې څوک دې غواړي، نو قوماندان ورغلی دی او د کوټې نه بهر يې پرې ډزې کړي او وژلی يې دی،،.

مديرنوربادشاه وايي، چې له پېښې مخکې د وژل شوي قوماندان او ساتونکي تر منځ کوم اختلافات ندي ليدل شوي، خو داسې ويل کېږي، چې بريد کوونکی د مخدره موادو په استمعال روږدی و.

صاحب منصب خيالي جان له تېر يو نيم کال راهيسې په ياد شوي مرکز کې د امنيتي پوستې مشري کوله او وژونکي وارث شپږ مياشتې مخکې په دې ځای کې دنده اخيستې وه.

څېړونکی اميرشاه کارګر په دې باور دی، چې د افغان امنيتي ځواکونو تر منځ دا ډول ډېری پېښې کومې سياسي انګيزې نلري، بلکې هغه وايي، چې په تربيوي لحاظ دوی يو لړ مشکلات لري.

هغه په دې اړه داسې وايي: ،،زه فکر کوم، دغه قتلونه، چې د دوی تر منځ کېږي، سياسي اړخ يې ډېر کم دی او حتی احساس کېږي هم نه، بلکې په نظامي لحاظ قوماندان او عسکر، چې تربيه کېږي، په تربيوي لحاظ ښه ندي تربيه شوي او احساس د مسووليت نه کوي. فکر کوم، سياسي عوامل يې ډېر کم دي، نسبت تربيتي عواملو ته. زه فکر کوم، چاڼ بايد وشي او په نظامي تربيتي پروګرام ډېر فشار واچول شي او په نظامي پروګرام کې د دې ټولو ممنعات کېدای شي،،.

وژل شوی قوماندان د خوست ولايت د هغو صاحب منصبانو له جملې ګڼل کېده، چې په عسکري برخه کې يې ډېر اوږده مخينه درلوده او يو وخت يې د افغانستان په هوايي ځواک کې هم دنده ترسره کړې وه.

د يادونې وړ ده، چې دېته ورته پېښې د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو سربېره تېرکال د خوست په ګاونډي ولايت پکتيکا کې هم رامنځته شوې، خو په خوست کې په خپل ډول کې دا نوې پېښه ګڼل کېږي، چې يو افغان پوليس پر خپل قوماندان ډزې کوي او وژني يې.

که څه هم دا ډول ډېری پېښې وسله وال طالبان په افغان امنيتي ځواکونو کې د خپل نفوذ يوه برخه ګڼي، خو د خوست د يادې شوې پېښې په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG