براک اوباما د جمهوری رياست د اته کلنې دورې په پاې کې د امريکا ولس ته وينا وکړه او په دی دوره کې د خپلو لاسته راوړنو او کارونو يادونه وکړه .
اوباما د جمهوري رياست په اته کلنه دوره کې د افغانستان په اړه هم ځينې پريکړې کړي.
د کابل پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو د پوهنځي استاد امريکا غږ اشنا راډيو ته وويل افغانستان د امريکا په ستراتيژيکو مسايلو کې مطرح هيواد دی نه په اصلي او اساسي مسايلو کې.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې د افغانستان په قضيه کې د اوباما ادارې د پا کستان په اړه روښانه سیاست نه درلود.
د افغانستان په تړاو د براک اوباما اته کلنه دوره څنگه وه او کوم مهم کارونه يی تر سره کړي؟
نوشابې اشنا د کابل د حقوقواو سياسي علومو د پوهنځي له استاد نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې ، هغه په پيل کې همدا پوښتنه ځواب کړې: