د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پیلوټ ۹ بهرنی عسکر ووژل


افغان پیلوټ ۹ بهرنی عسکر ووژل
افغان پیلوټ ۹ بهرنی عسکر ووژل

ناټو قواوې وايي چې یوه افغان پیلوټ په کابل کې پر خارجي عسکرو باندې ډزې وکړې او د ایتلاف ۸ عسکر او یو قراردادي یې ووژل.

پېښه نن سهار په یوولسو بجو د کابل هوايي میدان ته څیرمه د هوايي ځواکونو په قل اردو کې شوې ده. ناټو ندي ویلي چې وژل شوي بهرني عسکر د کوم ملک دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وویل چې یوه سابقه دار پیلوټ نن د کابل په یوه هوايي میدان کې د خارجي عسکرو سره د لفظي شخړېنه وروسته پر عسکرو ډزې وکړې. افغان پېلوټ په خپله هم په متقابلو ډزو کې ووژل شو.

د افغانستان د هوایي قواوو یوې سر چینې چې د نوم د ښودلو نه یې ډډه وکړه وویل، احمد ګل پیلوټ د هوایي قواو په غونډه کې پر بهرنیو پوځیانو ډزې وکړې چې په پایله کې ۸ تنه بهرنیان ووژل شول او ۵ افغان سر تیري ټپیان شول.

تر اوسه پورې څو وارې مخکې هم په افغانستان کې پر ایتلافي ځواکونو باندې د وسله والو افرادو، او د افغان امنیتي قواوو له خوا حملې شوې دي.

په همدې مېاشت کې دافغانستان افغان د سرحدي پولیسو یوه غړي په فاریاب کې دوه تنه امریکايي عسکر ووژل او سږ کال په فبرورۍ کې یوه سړې چې د پوځ دریشي یې اغوستې وه په بغلان کې یې ٣ تنه الماني عسکر ووژل او ٦ تنه نور یې زخمیان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې څو ځله د نړیوالو ځواکونو له خوا هم پر افغان سر تیرو ډزې شوي او د مرګ ژوبلې سبب ګرځیدلی دی خو ډیری دغه راز پیښو ته د تیروتنې او سو تفاهم نوم ورکړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG