د لاس رسي وړ اتصالات

خوشې شويو مسافرو رواني ستونزې پیدا کړي


د ۱۹ مسافرو د کورنیو غړي وایي چې دوی لا هم د خپلو راخوشې شویو مسافرو سره لیده کاته نه دي کړي.
د ۱۹ مسافرو د کورنیو غړي وایي چې دوی لا هم د خپلو راخوشې شویو مسافرو سره لیده کاته نه دي کړي.

د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر ویلي دي چې تیره شپه جمهور رئیس محمد اشرف غني او د هغه دوهم مرستیال محمد سرور دانش د ملي امنیت په یو روغتون کې په دې وروستیو کې د یرغمل کوونکو له منګولو څخه د خوشې شویو ۱۹ تنو مسافرو له ډلې د یو شمېر هغو کسانو د احوال پوښتنه وکړه چې د روحي فشارونو له امله دا مهال په دغه روغتون کې بستر دي.

د ارگ منبع وایي چې جمهور رئیس غني او دوهم مرستیال دانش د پارک پیلس په میلمستون باندې د چهارشنبې په شپه په برید کې د ټپیانو پوښتنه هم کړې ده چې د ملي امنیت او ایمرجنسي په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

دا لومړي ځل دی چې افغان حکومت د هغو ۱۹ را خوشې شویو مسافرو د برخلیک په باب خبرې کوي چې د غزني په ولایت کې د ۲۲ ازبکو ماشومانو او ۶ ازبکو ښځو د خوشې کیدلو په بدل کې یرغمل کوونکو راخوشې کړي دي.

ټاکل شوې وه چې جمهور رئیس غني ددغو راخوشې شویو مسافرو سره په هماغه ورځ چې هغوی راخوشې شوي وو لیدلې وې، خو په هغه ورځ د خرابې هوا له امله راخوشې شوي مسافر کابل ته را ونه رسیدل.

د دغو ۱۹ مسافرو د کورنیو غړي وایي چې دوی لا هم د خپلو راخوشې شویو مسافرو سره لیده کاته نه دي کړي.

د کابل په دشت برچي سیمه کې د دغو راخوشې شویو مسافرو له جملې څخه د یو مسافر میرمن رقیه امریکا غږ ته وویل چې که څه هم ورته ویل شوي چې میړه یې راخوشې شوی، خو دې لا تر اوسه ورسره حتی په ټلیفون هم خبرې نه دي کړي.

میرمن رقیه وویل " تراوسه مې لا هم باور نه کیږي چې ګوندې میړه به مې راخوشې شوی وي کله اعلان وشي چې خوشې شوی دی خو پته نشته چې جوړ دی ناجوړ دی او څه پرې تیریږي ".

د یو بل راخوشې شوي مسافر مور عایشه بیا وایي، تر هغې چې یې زوی په خپلو سترګو نه وي لیدلی باور یې نه راځي چې زوی به یې خوشې شوی وي " مخکې د داعش او طالبانو سره وو او اوس د حکومت سره بندیان دي".

تر اوسه د یرغمل شویو مسافرو پوره شمیر څرګند نه دی، په رسنیو کې د یرغمل شویو مسافرو شمیر ۳۱ تنه ښودل شوی دی.

دا هم لا څرګنده نه ده چې ددغو یرغمل شویو مسافرو څو تنه یې لا هم د یرغمل کوونکو په منګلو کې دي.

خو د زابل ولایت د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق بیان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې اوه تنه مسافر لا هم د یرغمل کوونکو سره بندیان دي.

حق بیان وایي چې یرغمل کوونکي د اوو مسافرو په بدل کې د افغان حکومت سره د خپلو بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي.

خو جمهور رئیس غني د ۱۹ مسافرو د خوشې کیدلو په باب وویل چې یرغمل کوونکو سره یې هیڅ ډول معامله نه ده کړې او نه یې هغوی ته پیسې او نه یې هم داسې څوک چې د افغانستان د محکمو له مجرم ګڼل شوی وي له بنده نه دی خوشې کړی.

ښاغلی حق بیان چې د یرغمل کوونکو او افغان حکومت ترمنځ د مسافرو د خلاصون په هڅو کې برخه لرله وایي چې د دې معلومات دا دي چې څلور مسافر د یرغمل کوونکو له خوا وژل شوي هم دي.

افغان امنیتي ادارې په دې هکله رسنیو ته د څه ویلو نه ډډه کوي.

نږدې درې میاشتې وړاندې د کابل کندهار په لویه لاره د زابل ولایت په مربوطاتو کې وسلوالو کسانو ۳۱ مسافر له بسونو کښته او له ځان سره نامعلوم لوري ته یوړل.

دا ۱۹ مسافر د تیرې دوشنبې په ورځ د ثور په ۲۱ د منځګړو په منځګړیتوب راخوشې شول. افغان حکومت وایي چې یرغمل کوونکو سره د پاتې مسافرو د خلاص لپاره په هڅو بوخت دی.

XS
SM
MD
LG