د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل د یرغمل شویو نه یو وژل شوی او بل مړ شوی دی


یرغمل شوي کسان د کابل - کندهار په لویه لار تښتول شوي دي
یرغمل شوي کسان د کابل - کندهار په لویه لار تښتول شوي دي

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطا جان حق بیان وایي چې د دیرش یرغمل شویو کسانو څخه یو یې چې د ملي اردو د هویت کارت یې درلود د یرغمل نیوونکو له لورې وژل شوی او بل یرغمل چې سپین ږیری و د سړې هوا او یخنۍ له کبله مړ شوی دی. د دغو دوو تنو هویت تر اوسه نه دی څرگند شوی.

حاجي عطا جان حق بیان د امریکا ته وویل چې قومي مشرانو له څو ورځو وروسته د دغو دوو تنو یرغملو مړي تر لاسه کړي او د زابل او اروزگان ترمنځ د "کافر شیله" په دره کې یې خااورو ته سپارلي دي

د زابل ولایت دوو نورو مقاماتو د ښاغلي حق بیان خبرې تائیدوي، خو د خپل نوم په نه څرگندولو سره یې ویلي چې د افغانستان د جمهوري ریاست په امر په دې مشخصه موضوع باندې د خبرو حق نه لري.

زیات شمیر منابع د یرغمل شویو کسانو شمیر ۳۱ تنه یادوي، خو د زابل د ولایتي شورا رئیس د هغو منځگړو په وینا چې د یرغمل نیوونکو سره په تماس کې دي د امریکا غږ ته وویل چې په پیل کې ٣١ تنه یرغمل نیول شوي وو چې یو تن یې په هماغه پیل کې خوشې شو او اوس د دغو دوو تنو له مړینې وروسته د یرغملو شمیر ٢٨ تنه دی.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې د دې یرغمل نیونې مسولیت نه دی اخیستی، خو د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرائیه رئیس مرستیال محمد محقق ویلي دي چې د داعش ډله په دې یرغمل نیونه کې لاس لري.

ښاغلي محقیق ویلي دي چې ټول یرغمل شوي کسان هزاره گان دي، خو د زابل د ولایتي شورا رئیس ویلي دي چې د ٢٨ تنو یرغمل شویو له جملې څخه ٢١ یې هزاره گان دي او نور یې پښتانه، تاجک او د هیواد د نورو قومونو څخه دي.

د دې مسافر یرغمل کیدل د کابل – کندهار په لویه لار شوي چې لږ تر لږه یوه نیمه میاشت کیږي او د هغې په وجه د افغانستان په گوټ گوټ کې پراخ اعتراضونه شوي دي.

په زیات شمیر ښارونو او ولایتونو کې د افغانستان دولت په دې هکله په نه پاملرنې ملامتوي او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د پراخو هڅو غوښتونکي دي.

XS
SM
MD
LG