د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د رنګ په یوه فابریکه کې اور لګېدنې ۱۱ کسان مړه کړي


د نوي ډیلي د رنګ په یوه فابریکه کې اور لګېدلی.
د نوي ډیلي د رنګ په یوه فابریکه کې اور لګېدلی.

د هند په پایتخت نوي ډیلي کې د رنګ په یوه فابریکه کې د اور لګیدو له کبله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي دي.

چارواکو د جمعې په ورځ فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷) وویل، د ژغورنې ډلې د پیښې په ځای کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون کوي.

د اور وژنې د خدماتو رئیس اتول ګارګ فرانس پرس ته وویل، اور د پنجشنبې په ورځ ناوخته د نوي ډیلي په شمالي څنډه کې رامنځ ته شو.

ګارګ وويل: "د رنګونو په فابريکه کې چاودنه وشوه او ودانۍ ونړېده. قربانيان ټول د دې فابريکې کارګر دي... چاودنه زوروره وه او اور یې د فابریکې تر څنګ یو کور او د معتادینو د درملنې یو مرکز ته هم خپور شوی دی."

ګارګ وويل چې اورلګېدنه تر دې مهاله کنټرول شوې او تر اوسه د چاودنې لامل نه دى معلوم.

د هند په فابریکو کې مرګانۍ پیښې معمول دي، چیرې چې مالکین په پراخه کچه د خوندیتوب مقررات له پامه غورځوي.

په نوي ډیلي کې په ۲۰۱۹ کال کې د بکسونو او بوټانو جوړولو په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله تر ۴۰ ډېر کسان ووژل شول.

د معمول په څېر، د پیښې اکثره قربانیان بې وزلي مهاجر کارګران وو چې په کمو پیسو د کار ترڅنګ په همدې فابریکه کې اوسېدل.

د هند تر ټولو ناوړه اورلګېدنه په ۱۹۸۵ کال کې د شمالي ایالت هریانا په یو ښوونځي کې رامنځته شوه، چې ۴۴۲ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۸ یې ماشومان وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG