د لاس رسي وړ اتصالات

په قرغزستان کې حالات نور خراب شوي


په داسې حال کې چې په قرغزستان کې متخاصمو ډلو سل کسان وژلي او د ١١ سوو نه زیات ژوبل کړي دي، ددغه ملک حکومت د یکشنبې په ورځ وویل چې د ملک جنوبي برخو ته نور اضافي عسکر استوي.

د قرغزستان موقتي حکومت خپلو قواوو ته د جگړه مارو د ځای په ځای ویشتلو امر په داسې حال کې ورکړی دی چې د ازبکو او قرغزو ترمنځ د اوش او جلال اباد په جنوبي ښارونو کې نښتې روانې دي.

د ازبکو د عاجلو مرستو کارکونکو ویلي دي چې ډیر شمیر ازبکان دې ته مجبوره شوي دي چې قرغزستان پریږدي او ازبکستان ته واوړي.

د ازبکستان په گوټ گوټ کې د بېځایه شوو خلکو لپاره کمپونه درول شوي دي. هغه کسان چې مهاجر شوي په خپلو ځانونو کې د ټوپکو ټپونه لري او دوی خپل کورونه د قرغزو په حملو او دغو کورو ته د اور ورکول په وجه له لاسه ورکړي دي.

په دې هیواد کې په تیر اپریل کې د باقییف د لرې کولو نه وروسته خونړۍ پېښې روانې دي.

د قرغزستان موقتې جمهورې رئیسې روزا اوتنباېېوا پخواني برطرف شوی جمهور رئیس باقییف په دې تورن کړی دی چې تاوتریخوالي ته لمن وهي او غواړي د اساسي قانون د تعدیل مخه ونیسي کوم چې غواړي د جمهوررئیس اختیارات محدود کړي. دغه تعدیلات ددې میاشتې په اخره کې په نظر کې نیول شوي دي.

باقییف یوه وینا خپره کړېده او په هغې کې په دغو نښتو کې خپل دخالت رد کړی دی او په ضمن کې یې موقت حکومت په دې تورن کړی دی چې د خلکو د خوندي کولو وسه نه لري.

XS
SM
MD
LG