د لاس رسي وړ اتصالات

کوباني ازاد شو خو په کوم قیمت؟


په کوباني کې وژل شوي کردي ښځینه او نارینه جنگیالي
په کوباني کې وژل شوي کردي ښځینه او نارینه جنگیالي

د کوباني لوړپوړي چارواکي د سې شنبې په ورځ وویل چې د کوباني څخه د داعش یاغیانو د شړلو څو ورځې وروسته نن کردي ځواکونو او د هغوي سوري ملگري د کوباني ښار شاو خوا سیمې هم نیولي دي.

د اسلامي دولت ډلې په سپتمبر میاشت کې د کوبانې ښار او شاو خوا سیمې تر ولگې لاندې راوستې چې له امله یې په لس گونه زره کردان گاونډي هیواد ترکیې ته پناه واخیسته.

کردانو له څو میاشتو راهیسې د امریکا د هوايي ځواکونو په مرسته د کوباني د نیولو هڅه کوله.

دې جگړې ته د یو ستر ازموینې په سترگه کتل کیدل چې ایا هوايي برید به وشي کړای د سورېې او عراق په پولې باندې د اسلامي دولت د ډلې سخت دریځو مخه ونیسي که نه.

د اسلامي دولت ډلې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف هوایي برید د خپلې ماتې لامل په گوته کړی.

د کوباني والي انور مسلم وویل چې کردي ملېشو او د هغوي ملگري د داعش له یاغیانو نه د کوباني شاو خوا ١٠ تر ١٥ کیلو متره واټن تر کنترول لاندی راوستی دی

تر دې مخکې د سوریې د بشري حقونو د څار یوه ډله چې مرکز یې په برتانیا کې دی؛ ویلي چې کردي ځواکونو د یکشنبې له ورځې راپدې خوا په سیمه کې دیارلس کلي نیولي او په دې ترڅ کې د داعش له ډېر لږ مقاومت سره مخامخ شوي دي.

په یوه لیک کې چې رسنیو او ملگرو ملتونو ته لیږدل شوی ښاغلي مسلم او کردي چارواکو د کوباني د بیارغاونې غوښتنه کړې ده چې سوري بې ځایه شویو خلکو سره خپلو کورونو ته د بیرته ستیندلو لپاره زمینه برابره کړي.

کوباني د ازادېدو وروسته

داعش تېره اونۍ په کوباني کې ستره ماتې وخوړه. د سوریې کردي ملېشو چې د 'وای پي جي' YPG په نوم یادېږي د دوشنبې په ورځ وویل چې د داعش وسله وال د بشپړې ماتې په حال کې دي او د کوباني په شاوخوا سیمو کې مقاومت نشي کولای.

داسې ښکاري چې د کوباني هیځ ځای هم روغ نه دی پاتې. د داعش یاغیانو د سوریې او ترکیې تر منځ سرحدي ښارگوټی، کوباني پنځه میاشتې وروسته پریښود خو په دې قیمت چې ښار بلکل لوټه لوټه شوی.

په دې ښار کې سړکونه، کورونه او د انساني ژوند هره نښه ویجاړه شوې ده.

په کوباني کې د داعش د ماتې وروسته د امریکا غږ د کردي برخې خبریاله خدیجان فارقن دې ښار ته تللی او د دې سیمې والي انور مسلم سره مرکه کړې ده.

ښاغلي مسلم وویل د کوباني په ازادولو کې نړۍ ورسره مرسته کړې ده خو هیله لري چې نړیواله ټولنه د کوباني په بیارغاونه، معارف او ټولنیزو چارو کې خپلې مرستې جاري وساتي.

په کوباني کې کردي ښځینه او نارینه ملېشه
په کوباني کې کردي ښځینه او نارینه ملېشه

د کوباني والي زیاته کړه: "کوباني اوس هم د خطر سره مخامخ دی او اوس هم مونږ د خپل د کلیو د ازادول لپاره په کلکې جگړې بوخت یو. دلته د داعش د یاغیانو په سلهاو مړي په سړکونو پراته دي.د داعش له خوا په سلهاو بمونه په کورونو کې دننه پاتې دي. مونږ باید د ښار پاکول پیل کړو چې د ناروغیو مخنيوی وشي."

په همدې حال کې د داعش پرضد د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف پرون اعلان وکړ چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یې د داعش پر سنګرونو ٢٧ هوايي بریدونه کړي چې له دې جملې نه ٩ بریدونه کوباني ته څیرمه شوې دي.

کوباني د جگړې میدان نه و خو کله چې د اسلامي دولت ډلې دا ځای انتخاب کړ امریکا هم بله چاره نه درلوده پرته له دې چې پرې هوایي برید وکړي.

د کوباني جگړه د ځیني کردانو لپاره چې له پیړیو راهیسې د خپلواک هیواد په تمه مبارزه کوي یوازې د داعش په وړاندې جگړه نده. په سیمه کې کردان هیله لري چې ډیر ژر به کردستان هم ازاد شي.

کوباني، په سیمه کې د سیالو قواوو ترمنځ د یوې خونړۍ معما برخه ده چې د ازاد کردستان لپاره د کردانو مبارزه به جاري وي.

که څه هم په کوباني کې داعش خپله ماته منلې ده خو د اسلامي دولت یاغیان په شاو خوا سیمو کې پټ دي او ژمنه یې کړې ده چې بیرته به ستنیږي. په کوباني کې دننه کردانو هم هوډ کړی چې خپله سیمه به ازاده وساتي.

XS
SM
MD
LG