د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د کوچیانو ته د ګوزڼ څاڅکې ورکول کیږی


په کندهار کې روغتیايي چارواکي ټینګار کوي،چې له بهر څخه د نویو را ستانه کیدونکو افغانانو ترڅنګ د کورنیو ګډوالو او کوچي ماشومانو واکسین ته یې هم پاملرنه زیاته شوې .

د ګوزڼ د واکسین د مخنیوي لپاره یوه ستونزه دادهچې د کوچیانو په څېر سلګونه افغانې کورنۍ دایماً په یوه سیمه کې مېشت نه وي . روغتیايي مسئولین له یوې سیمي څخه بلې سیمې ته د کډوالي مسله د پوليو ویروس د انتقال په برخه کې جدي ګڼي ، خو کوچیان د خپلو اړتیاوو او موسم ته په کتو سره له یوې سیمي څخه بلي ته ګډې کوي .

که څه هم د دوی لپاره د پولیو کوم ځانګړی پرورګرام نشته خو د واکسین په عمومي کمپاینونو کې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین تطبیق کیږي .

د واکسین د ګټو په اړه د کوچیانو د معلوماتو نشتوالی د دې سببشوئ، چې هغوی هم دې مسئلې ته چندان پاملرنه نلري .یوه کوچی میرمن چې خپله نوې زیږدلې ماشومه لورې یې واکړی وویل :

" واکسین ډيره ګټه لري ،که څه هم زمونږ په کلي کې د شریناروغه ګډه وه خو زما انجوني يې ندي نیولي ، د کلي نورې انجونې څو ځله ناروغې شوي " .

د طبي کارکونکو په وینا، که چېرې پولیو یا ګوزڼ ويروس په یوه کس کې هم پاته پاتې وي نو ګڼو نورو ته يې د انتقال خطر موجود دی په ځانګړه توګه ماشومانو ته .

په روان میلادي کال کې د جنوب او جنوب لویديځي حوزې په کچه د هلمند او فراه ولایتونو کې د ماشومانو د فلج پنځه پېښې ثبت شوي، چې څلور يې یوازې په فراه او یوه مثبته پېښه هم په هلمند ولایت کې پیدا شوې وه .

بل لوري ته د فراه، هلمند، کندهار، زابل اوغزني ولایتونو ترمنځ هره ورځ سلګونه کوچیانې کورنۍ تګ راتګ کوي.

" موږ کوچیان یو اودلته د ماشومانوواکسین ته راغلي یو ،خو زموږ په کلي کې ځينې داسي ښځې هم شته چې واکسین نه لګوي دا ځکه چې هغوي د ماشومانو کوم اهمیت نلري" .

پدې برخه کي بله اندېښنه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان په قبایلي سیموکې د ګوزڼ د ویروس لوړ ګواښ دی، چې د کرښي افغان لورته يې د کندهار ولایت د سپين بولدک، معرواف، ارغستان او د زابل د اټغر، شملزو او بهار ولسوالیو ترمنځ ګڼي کوچي کورنۍ د خپلو څارویو د څرولو لپاره ، زیات تګ راتګ لري. د کندهار د مرستیال والي عبدالعلی شمسي بیا ټولو کورنیو ته د واکسین په پلي کولو ټینګار کوي .

" د پولیو کمپاینپه ټولو سیمو کې که هلتهکوچیان وي او یاهم ځايېخلګ وي،دا خدماتپه برابرډول ورته رسیږي ، خو که چیري دوی پر یو ځای نه وي او بلې سیمې ته کډه کیږي په هغه صورت کې هم زموږ صحي ټيمونه په لویو لارو کې موظف وي چې په لارو تېرویدونکو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي"

د کندهار ښار په ختیځڅنډه کې د علامه رشاد په نوم روغتیايي کلنیک ته هره ورځ سل ګونه لارویان او ځايي کوچیان د درملنې لپاره ورته مراجعه کوي . د نوموړي کلنیک یوتن مسئول محمد داود پدې باوردی، کومو کوچیانو کورنیو ته چې د روغتیایيپروګرامونو په اړه ورته تبلیغات شوي د خپلو او ماشومانو د روغتیا ته پاملرنه کوي.

" موږ د راجستر په شعبه کې معلومه شوې چېکوچيانې کورنۍ د واکسین کارت حتمي له ځان سره لري او موږ يې وینو چې واکسین ته خاص اهمیت ورکوي ، خو زمونږ ځایي میندي دومره پاملرنه نه کوي "

د واکسین د ګټو په اړه د کوچیانو د پوهاوي د پروګرامونو زیات والی او د دوی لپاره د واکسین د ځانګړو ټيمونو ګمارل د ستونزي د حل دوه عمده لاري په ګوته کیږي .

د عامې روغتیا ولایتي مسئولین ادعا کوي، چې په جنوبي ولایاتو کې نا امني لاهم د واکسین دبریالي تطبیق لپاره تر ټولو لوی خنډ دی، ځکه خو پدې ولایاتونو کې د پولیو د خطر په مخینوي کې هرې برخې ته پاملرنه کیږي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG