د لاس رسي وړ اتصالات

کوفي عنان: امنیت شورا دي د سوریې په برخه کې اختلافات یوې خواته پرېږدي


د سوریې په پلازمینې کې دوې قوي چاودنې وشوې چې په کښي څو امنیتي پرسونل او ګڼ شمیر ملکیان ووژل شول. د سوریې حکومتي تلویزون ددغو پېښو پړه د دوي په وینا پر هغو ترهګرو ورواچوله چې د یوه کال راهیسي یې د بشرلاسد د رژیم پر ضد پاڅون پیل کړی دی. بلي خوا ته د سوریې دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استاځي کوفي عنان سوریې ته خبرداری ورکړی چې که چیري په دغه هیواد کې شخړه په سمه توګه اداره نشی کیدای شي پر ټولې سیمې باندی جدي اغیز ولري.

اخیستل شوې ویډیوګانې ښيي چې په پلازمېنې دمشق کې د استخباراتو یوه مرکز ته څیرمې چاودنې ددغې ودانۍ یوه برخه ویجاړه کړې ده او پر سړک باندي څو سوځیدلي موټرې پرتې دي. دویمه چاودنه د پولیسو پر یوه مرکز باندي وشوه چې هلته هم ویجاړ شوې موټرې او د قربانیانو وینې ترسترګو کېږي.

په دواړو چاودنو کې د سوریې حکومتي ځواکونو او یو شمیر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. تر اوسه پوري هیچا هم ددغو دوګنو چاودنو پړه په غاړه نه ده اخیستې. دا چاودنې د سوریې د پاڅون د کلیزې د پوره کیدو دوې ورځې وروسته وشوې. د ملګرو ملتونو د تخمین پر اساس تر اوسه پوري د سوریې په شخړه کې ۸ زره خلګ وژل شوي دي او د ۲۳۰ زرو نه زیات خلګ د خپلو کورنو پرېښولو ته اړ شوي دي.

په سوریې کې تاوتریخوالی په داسي حال کې زور اخلي چې د سوریې دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استاځي سوریې ته خبرداری وکړی دی چې که چیري په دغه هیواد کې شخړه په سمه توګه اداره نکړي نو په سیمه ایزه کچه به یې اغیزې ډیرې جدي وي.

ښاغلي عنان د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا باندي غږ وکړ چې خپل منځني اختلافات دي یوې خوا ته پرېږدي او پر سوریې دي فشار راولي چې خپل پر خلګو باندي د خونړیو حملو نه لاس واخلي. په جینوا کې په یوې ناستې کې ښاغلي عنان وویل چې هغه راتلونکې اونۍ دمشق ته یوه ډله لېږي چې په دغه هیواد کې د نړیوالو څارونکو د ځای پر ځای کیدو پر پلان باندي غور وکړي.

ښاغلي عنان داسی وویل: ،،زمونږ د ټولو دپاره تر ټولو لومړۍ هدف باید دا وي چې هڅه وکړو چې په سوریه کې تاوتریخوالی، د بشري حقوقو نقض او وژنې ودروو. وروسته اړو سیمو ته د بشري مرستو د رسولو دپاره بشپړ لاس رسی پیدا کړو. البته د سوریې د سیاسي بهیر مهمې موضوګانې هم باید په پام کې ونیول شي چې په لړ کې یې یوه ډیموکراته سوریه رامنځ ته شي او د سوریې د خلګو آرمان پوره شي،،.

د لویدیځ ډیپلوماتان هیله لري چې د سوریې په مسله کې به د ښاغلي عنان منځګړیتوب هغه هلې ځلې چټکي کړي چې د سوریې د رژیم پر ضد د غندنې پریکړه لیک تصویب شي چې په لړ کې یې ددغه رژیم ظلم وغندل شي.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر لي باودنګ هم پرون د جمعې په ورځ د ښاغلي عنان د منځګړیتوب د پلان څخه ملاتړ وکړ او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې ددغو هلو ځلو نه ملاتړ وکړي او د منځګړیتوب شرایط تعین کړي.ښاغلي باودنګ داسي وویل:،،ښاغلي عنان د سوریې په برخه کې د چین دريځ وستایه او وویل چین په دې مسله کې رغنده رول لري. همداشان هغه لیوالتیا وښوده چې ژر به چین ته هم سفر وکړي،،.د چین سفیر زیاته کړه چې هیواد یې سوریې ته د ښاغلي عنان د وروستي سفر ملاتړ کوي.

په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د بریتانیې سفیر مارک لایل ګرانت هم وویل چې ټولو غړو د عنان د هلو ځلو نه ملاتړ وکړ. هغه داسي وویل: ،،زه به دا ووایم چې ټولو غړو د ښاغلي عنان د ماموریت نه د ملاتړ اعلان وکړ.،،

په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشر جعفري هم د ښاغلي کوفي عنان د ماموریت څخه ملاتړ وکړ او داسي یې وویل: ،،زه غواړم چې د سوریې په استاځیتوب باندي تاسو ټولو ته اطمینان درکړم چې سوریې په بشپړه توګه دې ته ژمنه ده چې د ښاغلي کوفي عنان ماموریت بریالی شي.،،

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي استاځی چې پخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي و، د مارچ پر ۱۰ او یوولسمه یې دوځلی د سوریې د ولسمشر سره لیده کاته وکړل او همداشان یې د سوریې د مخالفینو د مشرانو سره هم د سوریې دباندي ولیدل.

XS
SM
MD
LG