د لاس رسي وړ اتصالات

د کوهاټ په تونل کې په چاودنې کې 4 تنه وژل شویدي


د کوهاټ په تونل کې په چاودنې کې 4 تنه وژل شویدي
د کوهاټ په تونل کې په چاودنې کې 4 تنه وژل شویدي

پاکستاني چارواکي وایي چي د پاکستان په شمال لویدیځ کي په کوهاټ کي په یوه تونل کي د لارۍ بم په چاودنه کي لږترلږه څلور کسه وژل سوي او ١٩ تنه زخمي شوی دي.

دا چاودنه پرون د جمعې په ورځ سوې ده.دا تونل د پېښور ښار د کوهاټ د ښار سره نښلوي.

له بلې خوا امریکا د هغه امریکایي دیپلومات سمدستي خوشي کیدل غوښتي دي چي ددوو پاکستانیانو د وژلو په تور په پاکستان کي بندی شوی دی.

امریکا نن د شنبې په ورځ وویل چي ( رېمانډ ډېویس ) ددیپلومات په توګه د قانوني تعقیب نه مصئونیت لري او په غیر قانوني توګه په لاهور کي بندي سوی دی.

امریکایي چارواکو مخکي د ډېویس په باب معلومات نه و ورکړي او د هغه دیپلوماتیک دریځ یې نه و څرګند کړی. پرون د جمعې په ورځ په اسلام اباد کي د امریکا د سفارت په یوه خبري خپرونه کي د ډېویس نوم نه و ذکر سوی او هغه فقط د امریکا د قونسلګرۍ یو مامور بلل سوی و.

ډېویس پرون د پاکستان یوې محکمې ته حاضر سو او د هغه نه ددوو تنو د وژلو په باب پوښتني وشوې. هغه وایي چي دغه دوه تنه یې د ځان ددفاع په خاطر ووژل.

قاضي حکم وکړ چي دغه امریکایي مامور دي شپږ ورځي په توقیف کي وي ترڅو چي ډ پولیسو تحقیقات بشپړ سي.

پاکستاني چارواکي وایي چي دغه سړي پولیسو ته ویلي دي چي ده د پیسو د یوه ماشین نه نغدي پیسې را وایستې او د ټرافیک یوې اشارې ته ودرید چي په دې وخت کي دوو تنو چي په موټرسایکل سپاره وو، دده په موټر باندي ډزي وکړې چي دواړه وروسته په روغتون کي مړه سول.

XS
SM
MD
LG