د لاس رسي وړ اتصالات

ویرات کوهلي د ای پي ال په لوبڅارانو د غصه کېدو له کبله جریمه شو


د هند د کرکټ ستوری ویرات کوهلي
د هند د کرکټ ستوری ویرات کوهلي

د هند د کرکټ ستوری ویرات کوهلي ددغه هېواد د سوداګریز جام په یوه لوبه کې له اوټ کېدو وروسته پر لوبڅارانو باندې د غصه کېدو له کبله جریمه شوی.

کوهلي د هند پریمیر لیګ (ای پي ال) په روانو سیالو کې د رویل چلینجرز بنګلور ټیم ته لوبه کوي چې د یکشنبې په ورځ د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې له خوا د ټاکل شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغی او لوبه یې د یوې منډې په توپیر وبایلله. په دغه لوبه کې کوهلي د کلکتې د ټیم د تیز بالر هرشیت رانا په توپ کېچ شو.

په داسې حال کې چې لوبڅارانو د نو بال په اړه څېړنه کوله، کوهلي ډاډ څرګند کړ چې هغه اوټ ندی او توپ یې له ملا څخه پورته تیر شوی دی.

خو په کمپیوټر کې له کتلو وروسته، درېم لوبڅار مایکل ګف د کوهلي د اوټ کېدو پرېکړه وکړه. کوهلي په داسې حال کې له لوبغالي څخه د وتلو په حال کې لیدل کیږي چې په میدان کې موجودو لوبڅارانو ته په قهر دی.

د ای پي ال په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "کوهلي د ای پي ال د مقرراتو د ۲.۸ مادې له مخې د لومړۍ درجې جرم ترسره کړی او پر خپل جرم یې له اعتراف کولو وروسته د لوبې د مسئولینو له خوا جریمه منلې ده."

ای پي ال ویلي، کوهلي ددې لوبې د فیس ۵۰ سلنه جریمه شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې، په دې لوبه کې د کوهلي د اوټ کېدو د پرېکړې په اړه تبصرې شوي او په ځینو شریکو شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې هغه د لوبې د پای ته رسېدو وروسته د یو لوبڅار سره د اوږدې مودې لپاره خبرې کوي.

د هند پخواني توپ وهونکي نوجوت سنګ سیدو د کوهلي د اوټ کېدو پرېکړه وغندله او د مقرراتو د بدلېدو غوښتنه یې وکړه.

د هند پخواني تیز توپ اچوونکي عرفان پټان په ایکس شبکې کې لیکلي: "که ویرات کوهلي په کریز کې ولاړ وای، نو توپ به د هغه له ملا ټیټ و، او یو قانوني توپ به و."

کوهلي تراوسه د ای پي ال په اتو لوبو کې ۳۷۹ منډې کړي او تر نورو توپ وهونکو وړاندې دی. خو د هغه د بنګلور ټیم تراوسه یوازې یوه لوبه ګټلې او د لسو ټیمونو په نوملړ کې د پای ځای لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG