د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي کونړ کې یې د القاعدې لوړ رتبه مشر وژلی


ناټو وايي کونړ کې یې د القاعدې لوړ رتبه مشر وژلی

ناټو وايي کونړ کې یې د القاعدې لوړ رتبه مشر وژلی

په داسې حال کې چې په قندهار کې د ناټو پراخ عملیات ادامه لري، دغو قواوو نن اعلان وکړ چې دافغانستان په ختیځ کې یې د پاکستان د سرحد سره نژدې د یوې هوايي حملې په دوران کې د القاعدې یو مهم قوماندان وژلی دی.

ناو وویل چې د شنبې ورځ یې څو وارې د کونړ د ولایت د کوړنگل په دره کې هوايي حملې وکړې.

ناټو ووېل چه دالقاعدې قوماندان عبداله عمر القریشی یې په داسی حال کی چې د خپلو ملگرو سر یې غونډه درلودله وواژه.

ناتو ووېل چه دالقاعدې دبمونو دجوړولو ې ماهر او څو تنه عرب جنگېالی ېې په ددغو هواېې حملو په دوران کی ووژل.

د ناتو ایتلاف وایي چې القریشي په سيمه کې په منظم ډول دخارجی جنگېالېو دتگ راتگ لپاره لاره برابروله او په کونړ او نورستان کی به ېې د عربانو حملی تنظيمولې.

په ازاد او مسقتل ډول لا دالقاعدې د نوموړي قوماندان د مرگ خبر سمدستي نه دی تایید شوی.

له بلی خوا ناتو وویل چې د سه شنبې په ورځ یې یو عسکر د طالبانو په حمله کې د افغانستان په جنوب کې وژل شوی دی.

د عسکر هويت يې نه دی څرگند کړی او نه یې نور تفصیلات ورکړي دي.

د ناتو پوځونه لگیا دي کوښښ کوی چې طالبان د قندهار نه وباسی او د همدې مقصد لپاره یې د ښامار گزار په نوم پوځي عملیات شروع کړي دي.

په عین وخت کې افغانستان کې دناتو ېو لوړ رتبه جنرال واېې چه افغانی قواو ته د امنېت دساتلو دمسوولیت ورسپارل ددی خبری پوری تړلی ده چې د ناتو متحدین څومره زېات نظامی روزونکي افغانستان ته رالېږلی شی.

امرېکاېې جنرال وېلېم کالډوېل پرون په بروسېل کی دناتو دتړون د غړو هېوادونو نه وغوښتل چه دراتلونکي مېلادي کال پوری باېد ېو زر پوځی روزونکي چه په خاصو رشتو کې مهارت لری، افغانستان ته ولېږی ترڅو د لويدیځ هیوادونو پوځونه وکولی شی چه دافغانستان نه په وتلو شروع وکړی.

جنرال کالډوېل ووېل چه دافغانستان پوځ او پولېس فعلا ېو لک دری دېرش زرو نورو جلبېانو ته اړتېا لری ترڅو دهغوئ مجموعی شمېر دری سوه زره ته ورسېږی.

جنرال کالډېول ووېل چه د افغانستان نه د خارجی عسکرو دوتلو لپاره دا ېو بل شرط دی چه کېدی شی په وتلو باندی ېې اغېزه و لری.

خو دزېاتو ځانی تلفاتو او دجلبېانو دکمبود له امله د افغانستان حکومت د ملی پوځ او پولېس د افرادو دپوره کولو دمشکل شره مخامخ کړی دی.

په عېن وخت کی پرون جمهور رېس حامد کرزي په کابل کی داحساسااتو نه ډکه وېنا وکړه او ویې ویل دا وېره ورسره راپیدا شوې ده چې موجوده تشدد به ددې باعث شي چې ځونان به مجبور شي چې خپل هېواد پریږدي او ټول به یې خارج ته ولاړ شی. ښاغلي کرزي دخپلی وېنا په دوران کې وژړل او وېې وېل نه غواړی چه دهغه خپل ځوی مېروس هم ېوه ورځ خاجی شی . هغه ووېل زېاتره ماشومان دحملو او ځان وژونکو حملو له وېری خپلو ښوونځېو ته تللی نه شی.

له بلی خوا د افغانستان دجمهوری رېاست ددفتر ېوه وېاند پرون ووېل دهغو رېپوټونو په اړه تحقېقات روان دي چه واېې چه دلغمان په ولاېت کې دناتو دپوځی عملېاتو په دوران کې ملکی خلک وژل شوی دي.

په افغانستان کی دناتو دقواو له خوا په جنگ کی دملکی خلکو وژل دافغانستان دحکومت او ناتو ترمنځ دتشنج ېو مهم سبب دی .

XS
SM
MD
LG