د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې په ګډوعملياتو کې ٢٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې


کونړ کې په ګډوعملياتو کې ٢٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې په ګډوعملياتو کې ٢٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کونړولايت محلي چارواکي اوولسي خلک وايي چې په دغه ولايت کې دافغان اوايتلاف قواووپه ګډوعملياتوکې ترشلوزياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وژل شوي کسان له يوه مخې ددولت وسله وال مخالفين بولي اودا هم وايي چې په وژل شويو کسانوکې بهرنيان هم شامل دي.

ددغه ولايت والي سيدفضل الله وحيدي وايي چې تېره ورځ افغان اويتلاف قواوو ددغه ولايت دسرکاڼوسرحدي ولسوالۍ په ګنجګل سيمه پروسله والومخالفينو ګډعمليات ترسره کړل چې په ترڅ کې يې لس تنه ووژل شول اوڅلورتنه نورزخميان شول.

خو د سرکاڼو ولسوالۍ يواوسېدونکى خان نظر دټېلفون پرليکه بياوژل شوي کسان له يوه مخې ولسي خلک بلل .سيدفضل الله وحيدي داهم وويل چې دسرکاڼوپر عملياتو سربېره افغان اوايتلاف قواوو ددغه ولايت دناړۍ دساوپه سيمه کې هم عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې اته تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

دى وايي دترلاسه شويو معلوماتو پربنسټ وژل شوي کسان زياتره بهرنيان دي.

دوي په دې اړه څېړنې پيل کړي چې څرګنده کړي چې داپه کوم ډلې ټپلې پورې مربوط دي.په سيمه کې دايتلاف قواوويه مطبوعاتي دفتر بيا ويلي چې دوسله والومخالفينويوه ډله له هواپه نښه شوې وه چې ترې بريد يې وکړ دغه دفتردوژل شويوکسانوشمېر ترشلوزيات ښي.

د سيمې يواوسېدونکى له نوم اخستلوپه ډډه بيا وايي چې په دغوعملياتوکې پرهوايي بريد دېرش تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده دى وايي په دغه شمېرکې دولس تنه مړه او اتلس تنه نورزخميان شوي دي چې دده په وينا اته يې هملته خښ شوي دي دى دغه ټول کسان بهرنيان بولي.

ددولت وسله والو مخالفينويوازې دامنلې چې دسرکاڼوپه ولسوالۍ کې ددوي شپږتنوته مرګ ژوبله اوښتې خودادعوه يې هم کړې چې بهرنيوقواووته يې په دغې جګړه هم مرګ ژوبله اړولې ده.

په دې وروستيوکې ددولت دوسله والومخالفينوافغان اوبهرنيوقواوو ترمنځ جګړوزوراخستى چې جګړه ماروډلوته په کې په مرګ ژوبلې اوښتوسربېره ولسي خلکوته هم څه ناڅه زيان اوښتى دى.

له بل پلوه ايتلاف قواووتېره شپه د ننګرهارولايت د چپليارپه ولسوالۍ کې يولړ عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يوتن وژل شوى اولس تنه مشکوک کسان يې نيولي دي .ددغه ولايت وياند احمدضيا عبدالزى وايي چې دغه عمليات افغان اوبهرنيوقواوودترلاسه شويوراپورونوپربنسټ ترسره کړي چې ديوتن پروژنې سربېره يې لس تنه ددغې پېښې په تورنيولي هم دي.

عبدالزى وايي دالاتردامهاله پوره جوته نه ده چې نيول شوي کسان څوک دي اوپه تخريبي فعاليتونوکې لاس لاره کنه دابه ترڅېړنووروسته په ډاګه شي.

په جلال اباد کې ديتلاف قواوويوه مطبوعاتي دفترددغې پېښې پرتاييدسربېره ويلي چې دغوقواووغوښته په ياده سيمه کې دطالب قوماندان دنيولوهڅه وکړي چې يوه تن پرې ډزې وکړې دوي دغه تن وويشت اولس تنه نورشکمن کسان يې ونيول.

دغه دفتر وايي په دې پېښه ولسي خلکوته کوم زيان نه دى رسېدلى .

XS
SM
MD
LG