د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې ګډ عمليات پاى ته ورسېدل


کونړ کې ګډ عمليات پاى ته ورسېدل

کونړ کې ګډ عمليات پاى ته ورسېدل

ايساف ځواکونو په خپلې يوې خبرپاڼه کې ويلي چې ګډوامنيتي ځواکونو د کونړپه ولايت کې پيل شوي عمليات پاى ته ورسول.

دغه عمليات د مرورې سرحدي ولسوالۍ په يو شمېرغرنيو سيمو کې څو ورځې وړاندې پيل شوي وو او حکومتي قواوې وايي په بري پاى ته ورسېدل.

د خبرپاڼې په وينا د دې ولسوالۍ هغه سيمې چې مخالفينو ترې د اکمالاتو او ملکي کسانو د ژوند ګډوډلو په خاطر ګټه اخسته هغه يې د دوی له وجوده پاکې کړې.

د سيمې امنيتي چارواکيواوخبرپاڼې په ويناپه دغوعملياتوکې تر١٣٠زيات وسله وال مخالفين وژل شوي دي او دوسلواومهماتولوې زېرمې ددوي لاسته ورغلې چې په کې ګڼ شمېريونېفورمونه له ١١٠٠فيروڅخه ډېرې دپيکامرمۍ ،٢٠٠-فيره دکلاشينکوف مرمۍ له ٢٠٠څخه ډېرلاسي بمونه ٣٣ارپي جي راکټونه د٨٢راکټ ٢٢فيره مرمۍ نهه حلقې ماينونه، ګڼ شمېر کلاشينکوفونه او نښه ويشتونکی ټوپکونه، ۶ ميله دهشکه، ۶ فيره د هاوان مرمی، د سړک د غاړې ماين جوړولو مواد، او د طالبانو تبليغاتی پاڼې کشف او ضبط کړې دی.

ددې ترڅنګ يې ديوې راډيودترلاسه کولوخبرهم ورکړچې په وينايې پرملکي کسانودبريدونواودپيسواووسلودترلاسه کولولپاره به يې پروګرامونه برابرول.

د٢٠١قول اردوددويمې پلې لوامطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقاپه وينادغه عمليات په سيمه کې دامن اوثبات لپاره ډېرګټوروواوښې لاسته راوړنې يې لرلې.

دى وايي ددغوعملياتويوه کاميابي په دې کې وه چې ملکي کسانواوګډوځواکونوته په کې مرګ ژوبله وانه وښته.

خو دا په داسې حال کې چې اخواوسله وال مخالفين هره ورځ په يادولايت کې افغان اوبهرنيوځواکونوته ددرنې مرګ ژوبلې اړولودعوه کوي.

کونړ د افغانستان يوله هغوغرنيوسرحدي ولايتونوڅخه ګڼل کېږي چې له جغرافيوي موقييت څخه يې وسله وال مخالفين په بريدونوکې زياته ګټه اخستى شي.

د سيمې خلکواوکتونکيوله نظره دهواپه ګرمېدوسره په دغه ولايت کې دبريدونو،نښتواوچاودنووېره اواندېښنه زياته څرګندېږي.

XS
SM
MD
LG