د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ: اسمارو کې د ایتلاف برید کې ٦ تنه وژل شوي


کونړ: اسمارو کې د ایتلاف برید کې ٦ تنه وژل شوي
کونړ: اسمارو کې د ایتلاف برید کې ٦ تنه وژل شوي

د ايتلافي قواوو په يوه هوايي بريد کې د کونړ ولايت د اسمار سرحدي ولسوالۍ په يوې غرنۍ سيمه کې ددرې ماشومانوپه ګډون شپږ تنه وژل شوي او يوتن زخمي شوى دى.

ددغه ولايت والي سيدفضل الله وحيدي وايي په دغه بريد کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي. نوموړى په وژل شويو کسانو کې څلور تنه د دولت وسله وال مخالفين بولي.

دى وايي، یاده شوې سيمه له مرکزه ډیر لرې ډيورنډ پولې ته څېرمه پرته ده. دى دا هم وايي چې په دغه بريد کې بهرنيو او افغان قواوو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

بل خوا، بيا د همدغه ولايت د ولايتي شورا يوه غړي حاجي سلطان صديقي بيا وژل شوي کسان له يوې مخې ولسي او د همدې سيمې اوسېدونکي بولي.

کونړ د افغانستان يو له هغو غرنيو او سرحدي ولايتونو څخه ګڼل کیږي چې وخت ناوخت په جګړه کې ښکېلو خواوو د جګړو، بريدونو او چاودنو توده سيمه ګرځولې. په دغو بريدونو او جګړو کې جګړه مارو ډلو ته پر زيان اوښتو سربېره ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

د جګړو او بريدونو دغه پېښې پر داسې مهال زور اخستى چې د افغانستان د سولې شورا په دې وروستيوکې له پاکستاني مقاماتو او د يو شمېر ډلو ټپلو له استازو سره د سولې له روان بهيره د ملاتړ او دې بهيرته دمخالفينودرااوښتوپه باب خبرې اترې پيل کړي او تل دا ډاډ څرګندوي چې دوي په دغې چاره کې بريالي دي خوداپه داسې حال کې چې وسله والې ډلې له دغوخبروسره سره بياهم په جنګ جګړه اوبريدونوبوختې دي .

XS
SM
MD
LG