د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې زراعتي حاصلات مخ پر زیاتیدو دي


په کندوز کې زراعتي حاصلات مخ پر زیاتیدو دي
په کندوز کې زراعتي حاصلات مخ پر زیاتیدو دي

په سلګونو خلکو د زراعت د ورځې په نامه په هغه غونډه کې برخه اخیستې وه چې د چاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر په نامه د اصلاح شوو تخمونو د شرکت په انګړ کې جوړه شوی وه، په دغه غونډه کې د کندوز ولایت د ټولو ولسوالیو څخه تقریبا نهه سوه تنو بزګرانو برخه اخیستې وه، ټولو بزګرانو په خپلو منځونو کې د خپلو زراعتي حاصلاتو په اړه خبرې کولې:

دهقانان له دې خوښ وو چې اوس دوی د غنمو او سبزیجاتو اصلاح شوي تخمونه کري او زیات حاصلات په لاس راوړي، په دغه شرکت کې د غنمو او سبزیجاتو د تخمونو د پروسس ماشینونه لګیدلي وو چې د خواجه کفتر د اصلاح شوو تخمونو د شرکت د مسولینو له خوا راټولو شو دهقانانو ته تشریح ورکول کیده، له دهقانانو پرته د کندوز پوهنتون د زراعت محصلینو هم په دغه غونډه کې ګډون درلوده، یو تن محصل وایي چې ددوي لپاره دغه ډول غونډې چې ددوي په مسلک پورې اړه ولري او مسلکي خبرې په کې کیږي ګټورې دي: (( دغه ډول مسلکي پروګرامونه د زراعت د محصلینو لپاره ګټور دي، مونږ له اول نه تر څلورم پورې ورسیدو تر اوسه مو په ساحه کې عملي کارونه نه دي کړي، مونږ د کندوز پوهنتون په انګړ کې تحقیقاتي پلاټونه لرو چې سږ کال مو پرې کار پیل کړی، او په دغو پلاټونو کې مو حبوبات کرلي دي.))

د کندوز د ټولو ولسوالیو دهقانانو ویل چې له هغه وخته چې دوي اصلاح شوي تخمونه کري ددوي په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی: (( شل جریبه للمې دوه غنم مې کرلي چې ښه حاصل لري او زه هر کال اصلاح شوي تخمونه کرم، چې له یو جریب نه مو سل، یوسل شل، او یو سل دیرش منه غنم په لاس راوړي، او له عادي تخمونو څخه اتیا، پنځه اویا او اویا منه حاصل اخیستل کیده.))

د خواجه کفتر د اصلاح شوو تخمونو اداري مسول احمدګل واېي چې دوي به سږ کال له یوزر او سل هکتاره ځمکې نه دوه زره اته سوه ټنه غنم په لاس راوړي: (( مونږ په ابتداء کې مونږ دوه نیم ټنه تخم ویشلی و او سږ مو یو سل دوه څلویښت ټنه تخم توزیع کړی چې هیله لرو سږ که حاصل وکړي باید دوه زره اته سوه ټنه حاصل له دغه ویشل شوي تخم نه په لاس راوړو.))

د کندوز پوهنتون د زراعت محصلين وایي چې دوي ایله سږ کال په دې وتوانیدل چې د پوهنتون په انګړ کې د خپل تجربې وکړي د زراعت په دغه غونډه کې په زیات شمیر د کندوز ولایت د زراعت محصلینو هم ګډون درلوده د خواجه کفتر د اصلاح شوو تخمونو مسولين وایي چې دوي له محصلینو سره هر ډول همکارۍ ته اماده دي:

(( مونږ د زراعت دوه مسلکي کسان د دهقانانو د پوهاوي لپاره مقرر کړي، او که محصلين غواړي زمونږ په زراعتي فارمونو کې تحقیقات وکړي مونږ هر ډول همکارۍ ته تیار یو.))

د خواجه کفتر د اصلاح شوو تخمونو د شرکت مسول حاجي لال جان وویل چې له دوي سره د ملګرو ملتونو د زراعت د نړیوالې ادارې له خوا د تخمونو د اصلاح کولو د ماشینونو مرسته شوی ده، حاجي لال جان د زراعت په برخه کې له افغانستانه بهر هم سفرونه کړي هغه ددغو سفرونو د تجربو په اړه داسې وویل: (( مونږ له خارجی هیوادونو هند او ترکیی نه د هغه ځای د بزګرانو تجربې راوړي چې اوس له همغو تجربو ګټه اخلو او ښه حاصل لرو.))

حاجي لال جان وویل چې که دهقانان د غنمو او سبزیجاتو اصلاح شوي تخمونه وکري دده به نظر ددغې سیمې د دهقانانو زراعتي محصولات به نور هم زیات شي.

په کندوز کې دا لومړی ځل دی چې د یو زراعتي شرکت له خوا په کرنیزو چارو کې د دهقانانو د پوهاوي لپاره غونډه جوړیږي.

XS
SM
MD
LG