د لاس رسي وړ اتصالات

ډیر پاکستانیان د خیرات ټولولو لپاره کندز ته تللي


ډیر پاکستانیان د خیرات ټولولو لپاره کندز ته تللي
ډیر پاکستانیان د خیرات ټولولو لپاره کندز ته تللي

د کندوز د ښار د ګڼې ګوڼې په هر ځای کې د موټرو او خلکو له اوازونو سره د سوالګرو غږ هم د سړي تر غوږونو رسیږي. هر سوالګر د خیرات ټولولو ځانګړی غږ لري چې د هغې په ذریعه دخلکو پام دځان پلو ته اړوي.

د پام وړ خبره دا ده چې ډیر دغه سوالگر په دري او پښتو ژبو نه پوهیږي.

دوی د کندوز سوالګر ځایی اوسیدونکي نه دي، بلکه له نورو سیمو او حتی له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راغلي، هغوي په اردو ژبه خبرې کوي.

دغه تنکې ځوان وایی چې دده نوم اسلم دی او د پاکستان د سندهـ صوبې اوسیدونکې دی شپږ میاشتې کیږي چې دلته راغلې او سپیلني لوګې کوي، هغه وایی چې د ورځې اتیا یا نوي افغانې پیدا کوي، ما ورته وویل چې نه ډیرې پیسې پیدا کوي: هغه قسم وخوړ چې له دغو ډیرې نه پیدا کوي.

اسلم وايي چې دی د هوا له یخیدو وروسته پاکستان ته ځي او هلته به کار کوی. هغه وایی چې دی هلته د کباړ او زړو وسپنو د راټولولو کاروبار کوي.

یو بل تقریبا شپاړس کلن تنکې ځوان چې خپله فلج پښه یې په یوه دسمال تړلې او غاړه کې یې اچولې په ځمکه ښویږي، هر لاروې له جامو نیسي، ورځم او له هغه پوښتنه کوم چې د کوم ځای دی او څه کوي :

دی وایي، نوم مې انور دی، د بلوچستان د کوټې اوسیدونکې دی، او دلته سوال کوي. انور وایي چې دی د ورځې درې سوه یا څلور سوه افغانۍ پیدا کوي.

د هغه بل ملګري سره د سپیلنو د لوګي کولو وسایل په لاس کې دي، ما که به له دغه تنکي ځوان څخه پوښتنه کوله ځواب یې د هغه بل ملګري وایه هغه په خبرو کې تر هغه بل چالاک ښکاریده:

د کندوز د مرکزي چوک غرب لوري ته یو شمیر ښځې چې له ځینو سره یې واړه ماشومان هم په غیږ کې ورسره دي، ناستې دي، دغه خلک ځانونه جوګیان بولي وایی چې په اصل کې د بخارا اوسیدونکي دي، هغوي وایی چې دوي له تیرو څلورو کالو راپه دیخوا دلته اوسیږي، یو ، دوه، درې ، څلور، پنځه او هو دا خو تر لسو هم زیاتې دي،

په کندوز کې د کار او ټولنیزو چارو له ریس سره مې ددغو خلکو د ژوند په اړه غوښتل خبرې وکړم، چې په دغه ولایت کې د سوالګرو شمیر څومره دی خو سیدعبدالله هاشمي د کار په دفتر کې موجود نه و او د ټلفیون له لارې یې هم پیدا کول ګران وو.

د کندوز د امنیه قوماندان عبدالرحمن سیدخیلي هم د علي اباد ولسوالۍ کې په ځینو امنیتی چارو مصروف و چې د ټلیفون له لارې یې هم د یوشمیر هغو سوالګرو په اړه چې له پاکستان څخه راغلي څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG