د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې چاودنې ٢ امریکايي عسکر ووژل


افغان چارواکي وايي دوه امریکايي عسکر د کندز په ښار کې د بم په یوه چاودنه کی وژل شوی دي. مامورانو ووېل چه بم دسړک په غاړه د کندوز دولاېت د باغ شرکت په سېمه کی ایښودل شوی ؤ.

چاودنه په داسی حال کی وشوه چې افغان او امرېکاېې عسکرو په دغه سېمه کی عملېات کول. دافغانستان حکومتی مامورانو ووېل چې ١٢تنه طالبان چې دوه قوماندانان ېې هم په کی شامل دي وژل شوي دي.

ناتو د عسکرو دوژلو خبره ومنله خو نور تفصېلات ېې ورنه کړل.

د سه شنبی په ورځ هم دافغانستان په جنوبی او ختېزو ولاېتونو کی دطالبانو په حملو دناتو پنځه تنه عسکر وژل شوی وو. ددی نه علاوه پرون ېو تن ولسوال او ېوولس تنه نور افغانان په حملو کی ووژل شول.

XS
SM
MD
LG