د لاس رسي وړ اتصالات

انځورونه: کندوز کې د کانکور آزموینه


انځورونه: کندوز کې د کانکور آزموینه
انځورونه: کندوز کې د کانکور آزموینه

په زرګونو له لسیو فارغین د کندز پوهنتون په انگړ کې د کانکور د ازموینې لپاره راټول شوي دي. سږ کال په کندوز کې د کانکور په ازموینه کې د نجونو شمیر د تیر کال په پرتله کم و.

چارواکي د نجونو د شمیر کمبود په سیمه کې ناامني ښیی او وایې چې د ولسوالیو لیسې یې د دولت د مخالفینو له خوا تړل شوي چې له امله یې په کانکور ازموینه کې هم د نجونو شمیر کم دی.

د څه دپاسه څلورو زورو متعلیمونو څخه د کانکور ازموینه په څلورو ورځو کې اخیستل کیږي، په دغه ولایت کې د کانکور په ازموینه کې شپږسوه نجونو برخه اخیستې.

د کندوز د معارف ریس نظم وایې چې د نجونو د شمیر د کموالي علت د ولسوالیو په لیسو کې د ښځینه متعلمینو نشتوالې دی:

"د ښځینه لیسو شمیر د نارینه لیسو په پرتله کم دی، او امنیتي ستونزې دګورتیپې چاردرې، امام صیب او ارچي ولسوالیو کې موجودې دي، خو له مخالفینو سره مونږ د هلکانو په ښوونځیو کې ستونزه نه لرو، مګر د نجونو د ثانوي زده کړو په اړه چې د نجونو عمرونه لوړ وي ستونزه شته، نو همدا علت دی چې دښځینه فارغینو شمیر په کانکور ازموینه کې کم دی"

خو یو شمیر متعلمین چې د کانکور ازموینې لپاره راغلي وو ویل یې چې په کانکور کې د ګډون کارتونه یې د لوړو زده کړو له وزارت نه نه دي راغلي:

"د کانکور د شمولیت د کارت په خاطر راغلم خو کارت مې پیدا نه کړ، وایې چې دده کارت یا له مرکزه نه دې راغلي یا دلته ورک شوی او یا هم بل چا وړې دی"

دغه متعلمین وایې چې که دوي سږ کال له کانکور ازموینې پاتي شي ددوي یوکال به ضایع شي.

د کانکور ازموینې د هیئت مسول او د کابل پوهنتون استاد روضة الله مجید وایې چې زیات وخت د اړوندو ولایتونو د معارف له ریاستونو د یو شمیر متعلمینو فورمې نه ورسیږي نو ځکه ورته د لوړو زده کړو وزارت هم کارتونه نه ورکوي، او دغه متعلمین چې له کانکور پاتي کیږي کابل ته د یوې ځانګړې ازموینې لپاره غوښتل کیږي:

"زده کوونکي د اړوندو لیسو له لارې نومونه لیکي او د معارف له لارې د لوړو زده کړو د ازموینې ریاست ته لیږل کیږي، که د ریاستونو له خوا د یو متعلم فورمه ونه رسیږي په دغه وخت کې کمبوتي د اړوند ریاست ده، او کوم متعلمین چې له ازموینې پاتي کیږي کابل ته د ځانګړي کانکور لپاره غوښتل کیږي چې لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي"

د کندوز پوهنتون ریس عبدالقدوس ظریفي وایې چې سږ کال د تیر کال په پرتله زیاتو کسانو په کانکور ازموینه کې برخه اخیستې:

"د ۱۳۸۹ کال د کانکور ازموینې د پرانستلو ورځ ده چې څلور زره درې سوه څلویښتو فارغو متعلمینو په کانکور کې برخه اخیستې چې دغه متعلمین له لیسو، دیني مدرسو، او مسلکي لیسو څخه فارغ شوي چې له ډلې څخه یې شپږ سوه تنه نجونې دي، تیر کال درې زره تنو متعلمینو په کانکور کې برخه اخیستې وه، او سږ کال به اوه سوه پنځوس تنه محصلین د کندوز پوهنتون ته جذب شي"

د کندوز د لوړو زده کړو موسیسه تیر کال په پوهنتون بدله شوه، د کندوز پوهنتون درې پوهنځي لري چې ټاکل شوی سږ کال به هم یو شمیر نوي پوهنځي په کې پرانستل شي.

XS
SM
MD
LG