د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د ادبي ټولنې بنسټ کیښودل شو


کندوز کې د ادبي ټولنې بنسټ کیښودل شو
کندوز کې د ادبي ټولنې بنسټ کیښودل شو

کندوز کې د پردیس کلتوري او ادبي ټولنې بنسټ کیښودل شو، په هغه غونډه کې چې ددغې ټولنې د پرانستنې پر مهال جوړه شوې وه مشاعره و شوه.

په کندوز کې د پردیس کلتوري او ادبي ټولنې تر څنګ پسرلې ادبي او کلتوري ټولنه هم فعالت کوي چې له تیرو څلورو کالو را په دیخوا ددغې ټولنې له خوا د ریدي ګل په نامه د هیواد په کچه لوی مشاعرې جوړیږي.

د پردیس کلتوري او ادبي ټولنې د پرانستنې په اړه ددغې غونډې ګډونوال او لیکوالان خوښي څرګندوي او وایې چې دد ورته ټولنو په جوړیدو سره د ځوانانو ترمینځ د ادب او کلتور مینه زیاتیدای شي.

په کندوز کې پسرلې ادبی او کلتوري ټولنه لومړنۍ ټولنه ده چې په دغه ولایت کې ادبي او فرهنګي هڅې پیل کړي دي.

څو تنه د ادب مینه وال او لیکوالان د پردیس کلتوري ټولنې د پرانستو په اړه خپل نظرونه داسې څرګندوي: (( خوشاله یو چې د پردیس په نامه ادبي ټولنه پرانستل کیږي، دلته د پسرلي په نامه یوې ټولنې پخوا هم فعالیت کاوه او هیله لرو چې دغه ټولنه به د ادب او فرهنګ لپاره ښه کار وکړي، مونږ پخوا د پسرلي په نامه ادبي ټولنه درلوده، چې د هغې ټولنې له خوا د ریدي ګل په نامه لویه مشاعره جوړوله د دغې ټولنې تر څنګ به دغه ټولنه هم د ادب او فرهنګ په ډګر کې مثبت ګامونه او چت کړي.))

د پردیس ادبي او کلتوري ټولنې مشر عبدالمجید پردیس وایې چې دوي په دغه ولایت کې د ځوانانو د استعدادونو درشد او له خپل ادب او فرهنګ سره د هغوي د مینې د پیدا کیدو په خاطر دغه ټولنه جوړه کړه، هغه وایې: (( دا ټولنه په پام کې لري چې د ځوانانو ترمنیځ د مطالعې فرهنګ ته رشد ورکړي، او ددې ترڅنګ د ملي ورځو او ځینو مشهورو خلکو په ویاړ غونډې جوړې کړي.))

د پردیس کلتوري او ادبي ټولنې له خوا د زین العابدین پردیس او عرفات پردیس د شعرونو دوه ټولګې هم چاپ شوي دي، زین العابدین پردیس چې په نامه یې دغه ټولنه جوړه شوه په کندوز کې د محمد صدیق پسرلي، عبدالقیوم عسکر کشمرخان خروټ او نورو همزولې شاعر و چې مخکې له جګړو د روانې لمریزې پیړۍ په څلویښتمو کلونو کې به یې مشاعرې او ادبی ناستې کولې.

XS
SM
MD
LG