د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز ګمرک مخ په پرمختګ دی


د کندوز ګمرک مخ په پرمختګ دی
د کندوز ګمرک مخ په پرمختګ دی

د کندوز د ګمرک په انګړ کې د سوداګرو او د ګمرک د کارکوونکو د سهولت لپاره ودانۍ جوړیږي، د شیرخان بندر د ګمرک ریس فضل الله فاضل وایې چې دوي اوس مهال د سوداګرو لپاره سهولتونه رامنیځ ته کړي او د هر سوداګر تجارتي مالونه له درې ساعتونو نه تر پنځه ساعتونو پورې په ګمرک کې پاتي کیږي.

د کندوز سوداګر وایې چې پخوا تردې به ددوي سوداګریز مالونه په هفتو هفتو د شیرخان بندر په ګمرک کې پراته وو، یو تن سوداګر چې ګاونډي تاجکستان ته سیمټ وړي وایې چې پخوا به دوي په یوه میاشت کې یو ځل سیمټ وړل خو اوس چې په ګمرک کې کارونه عاجل خلاصیږي دوي په میاشت کې دوه او درې ځل خپل سوداګریز مالونه تاجکستان ته وړي.

د شیرخان بندر د ګمرک ریس وایې که کوشش وکړو چې سوداګرو ته سهولت رامینځ ته کړو باید د مامورینو شمیر هم زیات کړو او ددې لپاره ودانیو ته اړتیا ده، هغه وایې چې دوي اوس مهال د ګمرک په انګړ کې یولس بیلابیلې ودانۍ جوړوي:

که له یوې خوا د ګمرک به انګړ کې ودانۍ جوړیږي له بله پلوه د کندوز بغلان د لوی لارې د امنیت نه هم شکایت کوي او وایې چې که د لارې امنیت وساتل شي کیدای شي د شیرخان بندر له لارې د تجارتي مالونو د وړلو راوړلو چارې نورې هم پراختیا پیدا کړي:

په کندوز کې په عصری وسایلو د ګمرک له مجهز کیدو وروسته وخت په وخت ددغه بندر له لارې د سوداګریزو مالونو د صادرولو او واریدلو چارې پراختیا مومي.

XS
SM
MD
LG