د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز نوی والي مقرر شو


د کندوز نوی والي مقرر شو

د کندوز نوی والي مقرر شو

د کندوز د پخواني والي انجینر محمد عمر له وژل کیدو درې میاشتې وروسته محمد انور جګدلک د کندوز والي مقرر شو. محمد انور جګدلک په افغانستان کې د اولمپک د مسول، ښاروال، او د مشاور وزیر په توګه دندې تر سره کړي دي.

د کندوز د نوي والي محمد انور جګدلک د معرفي کولو په غونډه کې په سلګونو قومي مشرانو او چارواکو ګډون کړی و، په تیرو نهو کلونو کې دا دریم والي دی چې کندوز کې د مقرریږي، د کندوز پخواني والي انجینر محمد عمر په دغه ولایت کې اوه کاله د والي په صفت دنده ترسره کړه چې درې میاشتې وړاندې په خپل ولایت تخار کې د لمانځه د ادا کولو پروخت په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د کندوز نوي والي محمد انور جګدلک په څو خاصو موضوعاتو کې خلکو ته خبرې وکړې او ویې ویل چې دې به له نړیوالو وغواړي چې د کندوز په ابادلو کې ورسره مرسته وکړي.

محمد انور جګدلک په سلګونو راټولو شو خلکو ته وویل: "زه وعده نه درکوم خو یوازې دومره وایم چې د بشر د حقوقو او د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره به کوشش کوم، هغه مطبوعات چې د چارواکو نیمګړتیا ورپه ګوته کوي زه به له هغوي ملاتړ کوم"

نوموړي زیاته کړه: "زه خپلو خویندو ته وایم ټول هغه حقوق چې اسلام ورته ورکړي دي له علماو څخه به وغواړم چې ښځو ته د هغوي اسلامي حقوق ورسوي، او له هغوي به وغواړم چې خویندې د ښځو د ازادۍ په نامه له سړو سره جګړه پیل نه کړي"

محمد انور جګدلک چې زیات وخت یې د افغانستان د اولمپک مسولیت پر غاړه درلوده ویې ویل چې د ورزشکارانو د روزلو په اړه به کوشش کوي: "ځوانانو ته وعده ورکوم چې د ورزش په څو برخو کې تاسو د افغانستان قهرمانان شئ او په ورزش کې هغه سابقه چې لرم یې استفاده ترې وکړم"

کندوز چې له ناامنه ولایتونو څخه شمیرل کیږي، محمد انور جګدلک په خپلو خبرو کې د دولت له مخالفو ډلو سره د خبرو یادونه وکړه، او زیاته یې کړه: "مونږ او تاسو به کوشش کوو له هغو وروڼو اوخویندو سره چې خفه دي او د مخالفینو په ډله کې شمیرل کیږي، له هغوي سره به تماس ولرو او نه پریږدو چې هغوي خفه پاتي شي"

د کندوز خلک هم د پخواني والي انجینر محمد عمر له وژل کیدو وروسته د یو داسې والي په طمعه دي چې په دغه ولایت کې د بیارغونې چارې ګړندۍ کړي او سوله رامنیځ ته کړي، د کندوز یوتن اوسیدونکې محمد برات عمرخیل وایې:

"په کندوز کې د ابادۍ کارونه نه دي شوي او که شوي بس نه دي، په سست او بطي شکل سره نو د خلکو غوښتنه داده چې په دغه ولایت کې لا ډیر کارونه وشي، او امنیت چې د بشریت د ژوند روح دی، باید د امنیت په ټینګښت کې کوشش وکړي، او د دولت په ټولو ادارو کې د کندوز کدري غړي مقرر کړي"

د کندوز د ولایتي شورا ریس محبوب الله محبوب هم وویل چې دولت باید د کندوز کدري غړي د دولت په ادارو کې مقرر کړي.

د کندوز خلک وایي چې دغه ولایت تجارتي بندر هم لري، او یو زیاته اندازه مالیات ددغه ولایت له لارې د افغانستان خزانې ته رسیږي، نو باید چې دولت د کندوز ابادولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG