د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د هنري عکاسۍ لومړنی نندارتون


کندز کې د هنري عکاسۍ لومړنی نندارتون
کندز کې د هنري عکاسۍ لومړنی نندارتون

په کندوز کې د میدیوتیک، يوناما او د ژورنالیستانو د یوې ټولنې له خواا د هنري عکاسۍ نندارتون جوړ شو، په دغه نندارتون کې د دوه تنو هنرمندانو تقریبا سل هنري ټوټې چې عکسونه او خطاطي وه نندارې ته وړاندې شوو.

په سلګونو تنو نجونو، هلکانو د کندوز چارواکو او قومي مشرانو په دغه نندارتون کې ګډون کړی و، په کندوز کې دا لومړی ځل و چې لاسي هنري اثار نندارې ته وړاندې کیږي، نعمت الله حمید چې د نقاشۍ تقریبا اویا اثار یې نندارې ته وړاندې کړي وو وایې چې ده پخوا تر دې په اسلام اباد چین او دوبۍ کې خپل اثار نندارې ته وړاندې کړي وو او اروپا ته یې هم خپل اثار د نندارې لپاره وړاندې کړي:

"ما په دوبۍ پاکستان او چین کې خپل اثار نندارې ته وړاندې کړي وو خو له هغې پرته په اروپا کې مې هم اثار د نندارې لپاره وړاندې کړي دي"

نعمت الله حمید وایې چې د تیرو جګړو له امله د افغانانو تر مینځ هنر له منځه تللې او دهنر د بیا راژوندي کولو لپاره هڅه کول د ټولو دنده ده، هغه وایې چې دده دغه نندارتون به په کندوز کې د هنر اړخ ته خلکو د پام د را اړولو سبب شي او ځوانان به وهڅیږي چې هنري اړخ ته مخه کړي:

"په افغانستان کې لومړی ځل دی چې ما خپل هنري اثار نندارې ته وړاندې کړل، او ومې غوښتل چې لومړی نندارتون په خپله سیمه کې جوړ کړم او اوس ډیر خوشال یم چې زمونږ خپل خلک زما د اثارو ننداره کوي"

د عکاسۍ په دغه هنري نندارتون کې یو شمیر داسې عکسونه هم نندارې ته وړاندې شو وو چې د تیرې جګړې یادونه یې خلکو ته ور په زړه کول د نندرتون یو تن ګډونوال عبدالبصیر ددغه نندارتون په اړه داسې وایې: "مونږ هم لاسي صنعت لرو او هم لاسي هنر د صنعت لپاره بازار لرو خو هنرته پاملرنه نه ده شوي، او دغه ډول نندارتونونه اړین دی چې هنر ته پاملرنه وشي او هنرمندان تشویق شي، دې نندارتون کې په زړه پورې عکسونه موجود وو او ډیر داسې انځورونه وو چې د افغانستان تیر حالت یې په کې انځورولې شوو"

عبدالبصیر وایې چې افغانان باید هڅه وکړي چې په هر اړخ کې ځانونه له نړیوالو سره سیال کړي هغه وایې : "که چیرې دغه انځورونه په بهرنیو نندارتونو کې نندارې ته وړاندې شي ډیرې لاسته راوړنې به ولري، که چیرې مونږ تشویقي برخې د هنر لپاره ونه لرو نو کیدای شي هنرمندان نورو خواو ته مخه کړي او له هنره نه لاس واخلي"

په کندوز کې یو شمیر فرهنګي ټولنې د لیکوالۍ او شاعرۍ په اړخ کې د ځوانانو د روزلو په چارو بوختې دي خو دا لومړې ځل دی چې په دغه ولایت کې د هنري عسکونو نندارتون جوړیږي.

XS
SM
MD
LG