د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړشوي


کندوز کې کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړشوي

کندوز کې کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړشوي

د کندوز د ښار اړوند په یوه کلیواله سیمه کې د یو کور په انګړ کې یوې خواته د یوې کوټې کړکیو ته سیمي جالۍ ټکوهل شوی وې، د کوټې دننه د چرګو د هګیو کولو لپاره مخصوص ځایونه جوړشوي وو، چې په ټولو کې چرګې په هګیو ناستې وې.

په دغه وړکي فارم کې څلویښت چرګې وې چې هره ورځ ترې هغه میرمن چې دغه فارم یې جوړکړی، له شلو تر دیرشو هګۍ راټولوي.

د کندوز په بازار کې د چرګو یوه هګۍ اته افغانۍ پلورل کیږي، خو د ژمي په موسم کې د چرګو د هګیو نرخ لوړیږي او تر لسو افغانیو رسیږي.

یوه سپین سرې ښځه چې په فارم کې یې چرګو ته دانې اچولې ټول چرګان یې تر شاوخوا راټول وو، هغې چرګانو ته د دانو اچولو پر وخت یو خاص ډول غږ کاوه چې دانو ته د چرګانو پام راواړوي.

د چرګو ددغه فارم څښتنه وایې: "د ورځې شل هلګۍ هم پلورم، خو چې له خپل خوراک مو اضافه شي، نو دیرش هګۍ هم پلورم او کله پنځلس هم پاتي کیږي هر څومره چې برابر شوی"

هغه وایې دا له دې لارې دومره څه په لاس راوړي چې په کورکې بل چاته احتیاج نه ده او د کورنۍ له نور غړو سره هم د کور لپاره د سودا په اخیستلو کې د پیسو مرسته کوي.

هغه وایې: "یوه هګۍ پخوا په څلور افغانۍ وه بیا پنځه افغانۍ شوه او اوس په شپږ افغانۍ ده"

پدې وړکي فارم کې څلویښت چرګې دي هره ورځ ترې دغه میرمن شل تر دیرشو هګۍ راټولوي

پدې وړکي فارم کې څلویښت چرګې دي هره ورځ ترې دغه میرمن شل تر دیرشو هګۍ راټولوي

که دغه سپین سرې ښځه له خپل فارم څخه د ورځې دیرش د چرګو هګۍ وپلوري نو هره ورځ یو سل اتیا افغانۍ عاید په لاس راوي چې د فارم له مصرف پرته ورته سل افغانۍ نغدې پاتي کیږي.

اوس مهال په کندوز کې د ورځې مزدوري یا دیاړي دوه سوه افغانۍ نرخ لري خو د لاس مزدوري بیا ګرانه په دې ده چې مزدوران د درنو کارونو په ترسره کولو سره تر مازدیګره ستړي ستړي کورته ستنیږي، خو دغه سپین سرې هره ورځ سل افغانۍ له ستړیا پرته په لاس راوړي.

دکندوز ولایت د زراعت ریاست په مرسته د مرسي کور او ایف ای او موسیسو ددغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې یو زیات شمیر هغو کورنیو ته چې کمزوری اقتصاد یې درلوده د چرګانو فارمونه جوړ کړي، تر څو له دغې لارې یې د ناداره ښځو او کورنیو مرسته کړي وي.

محمد عزیز ځاځی د زراعت ریاست د حیواني صحت او مالدارۍ امر دی هغه وایې چې دوي په نورو ولسوالیو کې هم کورنیو ته ورته پروژې ورکړي چې ښه نتیجه لري.

محمد عزیز وایې چې هغه چاته چې فارمونه ورته جوړوي په مختلفو دورو کې تخنیکي زده کړې هم ورکوي چې له خپلو فارمونو څخه ساتنه وکړای شي.

د زراعت ریاست د مالدارۍ د څانګې مسول وایې چې دوي په پام کې لري په راتلونکې کې د ماهیانو د روزلو چارې هم پیل کړي چې په ترڅ کې به یې یو زیات شمیر خلکو ته د کار او مشغولتیا زمینه برابره شي:

"د شاتو د مچیو فارمونه مو هم جوړ کړي او د ماهیانو د ساتنې فارمونه به هم جوړو چې په دې اړه کوشش کوو، ددغه فارمونو لپاره به ماهیان له جلال اباد نه راغوښتل کیږي"

په کندوز کې مخکې تر دې هم د زراعت ریاست له خوا د ماهیانوفارمونه جوړ شوي وو، او له یو شمیر دهقانانو لپاره له پودینې څخه د اوبو د ویستلو وړې او ساده فابریکې هم جوړې شوې وې خو اوس مهال د پودینې د اوبو د پروسس چارې سستې شوي دي.

XS
SM
MD
LG