د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې مطبوعاتي چارې کمزوري شوي


په کندوز کې مطبوعاتي چارې کمزوري شوي

په کندوز کې مطبوعاتي چارې کمزوري شوي

په کندوز کې د نورو ولایتونو په پرتله مطبوعاتي او فرهنګي چارې ضعیفې دي. د کندوز یو تن ژورنالیست عبدالمتین سرفراز وایي چې په دغه ولایت کې د ځوانانو او خلکو تر مینځ د مطالعې فرهنګ ضعیف دی هغه وایي چې ددغه ولایت ځوانان او خلک په یو مطبوعاتي خلا کې ژوند کوي.

سرفراز وایي چې ژورنالستان باید هڅه وکړي چې دغه مطبوعاتي خلا ډکه کړي، او د خلکو لپاره یوه داسې خپرونه یا ورځپاڼه ولري،چې خلک یې له امله له مطالعې سره اشنا شي.

هغه په کندوز کې د خلکو تر مینځ د مطالعې د فرهنګ د نشتوالي په عواملو غږیږي: "په هغه شکل چې باید د مطالعې فرهنګ رشد کړی وای کار نه دي شوي. په عمومي توګه د خلکو په منځ کې دا علاقه مندي نه شته چې په یو اخبار پیسې ورکړي، او که خلک اخبار نه اخلي نور یو ژورنالیست او یا لیکوال هم زړه نه ښه کوي چې اخبار یا مجله ولري، نو همدا علت دی چې په کندوز کې مطبوعاتو وده نه ده کړې".

په کندوز کې یوازې یوه ورځپاڼه چاپیږي. د رسنۍ په نامه دغه ورځپاڼه هم له تیرو درې میاشتو را پدیخوا د یو شمیر ژورنالستانو له خواخپریږي.

پخوا تر دې په دغه ولایت کې د بوستان په نامه یوه خپرونه هم وه چې هره ورځ به د A4 یا عادي پاڼې په کچه له چاپه راوتله خو اوس دغه خپرونه هم مهالنۍ شوې ده.

په کندوز کې د خارجي موسساتو له دفترونو پرته ډیر کم عام خلک چاپي مطبوعات اخلي.

په کندوز کې د رسنۍ ورځپاڼې مسول مدیر عبدالودود واحدي وایی: "د مطالعې فرهنګ په کندوز کې ډیر کمزوری دی، او فرهنګیان چې ددغې ورځپاڼې د لوستلو هیله کوي هغسې نه ده، او عام خلک په هغه وخت کې مطالعه کوي چې یو اخبار او یا مجله وړیا ورکړل شي".

خو د اطلاعات او فرهنګ ریس عبدالشکور دوست وایی چې د تیرو کلنو په پرتله اوس په کندوز کې مطبوعاتو پرمختګ کړی او یو شمیر ځوانان اوس هم دوي ته مراجعه کوي چې نوی مجلې او خپرونې به ولري، عبدالشکور دوست په کندوز کې د مطبوعاتو په اړه وایی: "په کندوز کې دوه ورځپاڼې رسنۍ، او بوستان له سختو اقتصادي ستونزو سره په دغه ولایت کې خپرونې کوي".

په کندوز کې اوس مهال یو شمیر ژورنالیستانو هڅه پیل کړې چې د خلکو تر مینځ د مطالعې فرهنګ ته وده ورکړي، او خلک دې ته وهڅوي چې مطبوعات او کتابونه مطالعه کړي.

XS
SM
MD
LG