د لاس رسي وړ اتصالات

د كندوز له روزنتون څخه فارغ يتيمان وايي ستونزې لري


د كندوز له روزنتون څخه فارغ يتيمان وايي ستونزې لري

د كندوز له روزنتون څخه فارغ يتيمان وايي ستونزې لري

د كندوز ولايت له روزنتون څخه څلورشپيته تنه يتيمان چې يوشمير يې نجونې وې، فارغ شوي او خپلو كورنيو ته سپارل شوي دي.

عذرا هغه جينۍ ده چې له دغه يتيمخانې څخه وتلې او له خپلې كورنۍ سره يوځاى شوې ده.

هغه وايي چې ددوي د فارغيدو په ورځ ټولو چارواكو اعلان وكړ چې د سي ايف اى موسسه به له فارغو يتيمانو سره شپږ مياشتې مسلسل د خوراكي موادو مرسته كوي، خو فكر يې نه كاوه چې دغه ماشومان سرپناه نه لري .

د كندوز په دغه يتيم خانه كې تقريبا يو سل اتيا هغه ماشومان روزل كيږي چې مور يا پلار نه لري.

له دې پرته په دغه ولايت كې يو تعداد ماشومان چې د مور او پلار دواړو سيورې يې په سرپروت دى خو بيا هم په ژوند كې له سختيو سره مخ دي، دغه ماشومان چې كورنى اقتصاد يې ضعيف دى په بازار كې درانه كارونه جواليتوب كوي او يا هم لاسي كراچۍ چلوي.

عذرا چې څومياشتې وړاندې له خپلې كورنۍ سره يوځاى شوه او د يتيمانو له روزنتون څخه راووته، اوس يې د كور ټولې چارې ورپه غاړه دي، له روزنتون څخه د وتلوپر وخت د سي ايف اى موسيسې له خوا ورته د شپږو مياشتو لپاره د لاسي ګنډلو د زده كولو زمينه برابره شوى ده، له نجونو پرته هغه هلكان چې عمرونه يې له پنځلسوكالو لوړ دي او د يتيمانو له روزنتون څخه فارغ شوي، ددوي لپاره هم د نجارۍ، اهنګرۍ، خياطۍ، ګلدوزۍ او نورو كسبونو د زده كړې كورسونه برابر شوي دي.

دغه يتيمان چې اوس په خپلو كارونو مشغول دي وايي چې دوي ته ګرانه ده چې خپلې كورنۍ ته د هغوي د غوښتنې سره سمه نفقه پيدا كړي، هغوي وايي چې په لومړيو شپږو مياشتو كې ورسره د خوراكي موادو مرسته كيږي خو له دې وروسته به څه كوي؟.

عذراچې اوس له يتيم خانې وتلې خو بيا هم له دولتي چارواكو غوښتنه كوي چې بايد دوي ته سرپناه وركړل شي او د سرپناه وركول پر چارواكو خپل حق ګڼي، هغه وايي: "دوي يوازې زمونږ د كور د پنځه مياشتو مصرف راكوي، په پنځه مياشتو كې زمونږ مكتب خلاصيږي؟، نه خلاصيږي، بايد مونږ ته د كور ځمكه راكړي، مامورينو ته د كورځاى وركوي چې خپله هم معاش اخلي او ښځې يې هم معاش اخلي او يو يتيم ته سرپناه نه شي وركولې".

هغه وايي : "دغه ټولې خويندې او وروڼه چې دلته په يتيم خانه كې دي هيڅ يو يې د كور ځاى نه لري، ټول بې موره او بې پلاره دي دولت بايد ورته د كور لپاره ځمكه وركړي".

بي بي هوا يو بله جينۍ ده چې له خپلې كورنۍ سره يوځاى شوې، هغه اوس پيغله ده، نو ځكه خو يې مخ پټ كړې اوپړونې يې كړى دى، بي بي هوا چې خپله ناچاري يې يادوله غږ يې تونديده، په سترګو كې يې اوښكو لارې وكړې ويل يې چې دولت ددوي ټولې ستونزې حل نه شوى كړاى هغه وايي: " دولت ونه شو كړاى چې ددغو ماشومانو ټولې ستونزې حل كړي، ويل يې د سي ايف اى له مرستو مننه چې د شپږو مياشتو لپاره يې له مونږ سره كوي، او د كسب د زده كړې په كورس كې يې شامل كړي يو، مونږ په شپږو مياشتو كې يو دستمال نه شو يادولې، يو دستمال په اته افغانۍ دى، مونږ نه شو كولاى په ددغه يو دستمال په قيمت د خپلې كورنۍ ټولې ستونزې حل كړو".

بي بي هوا وايي چې دوي مور او پلار نه درلوده، دولت را لوي كړل، والي ددوي د پلار په صفت دى كله چې پلار اولادونه له ځانه بيلوي د خپل ميراث نه ورته يو څه وركوي خو له مونږ سره والي صيب هيڅ هم ونه كړل، د هغې سترګې له اوښكو ډكې وې او غريو نيولې شوه خو ويې ويل: "ښاغلى والي صيب چې ځان ته پلار وايي، كله چې يو پلار خپل اولاد له ځانه بيلوي هغه ته يې ميراث وركوي مګر نن والي صيب ددوي لپاره هيڅ نه دي كړي".

بي بي هوا نور هم څه ويل غوښتل خو ځان يې له صحنې وويسته او لاړه.

دكار او ټولنيزو چارو ريس سيد عبدالله هاشمي وايي چې دوي د هغو نجونو لپاره چې له روزنتون څخه فارغې شوي د ګلدوزۍ او خياطۍ كورسونه جوړ كړي چې شپږ مياشتې به دوام كوي.

سيدعبدالله هاشمي وويل: "د خويندو لپاره د خياطۍ او ګلدوزۍ پروژې جوړې شوي او هلكانو ته په مختلفو كسبونو كې روزنه وركول كيږي، او دغو يتيمانوته د سي ايف اى موسېسې له خوا خوراكي مواد وركول كيږي".

سي ايف اى يوه مرستندويه موسېسه ده چې د ماشومانو په تعليمي او ساختماني چاروكې كاركوي.

دكار او ټولنيزو چارو ريس دا هم وويل چې دوي يوشمير هغو يتيمانو ته چې اوس مهال په يتيمخانه كې اوسيږي د هغوي لپاره تعليمي زمينه برابره كړي.

هغه وايي : "هغه يتيمان چې له څلورم ټولګي څخه په لوړو ټولګيو كې زده كړې كوي دهغوي لپاره د كمپيوټر او انګريزي ژبې كورسونه جوړشوي، او د كسب د زده كړې زمينه ورته برابر شوى كله چې دوي له دغه روزنتون څخه فارغيږي، وكړاى شي چې خپلې كورنۍ ته نفقه پيدا كړي".

سيدعبدالله هاشمي وويل چې دوي په پلان كې لري چې په كندوز كې زرو كورنيو ته د مالدارۍ او چرګانو دساتنې پروژې وركړل شي چې په دغو پروژو كې به له يتيمخانې فارغو كسانوته هم سهم وركړل شي.

هغه زياته كړه چې د كار او ټولنيزو چارو رياست به ددغو كسانو لپاره چې له يتيمخانې فارغ شوي د هغوي دلاسي صنايعو د توليداتو لپاره ماركيټ پيدا كړي ترڅو د هغوي اقتصاد پراخيتا ومومي او خپلې ورځنۍ اقتصادي ستونزې حل كړاى شي.

په كندوز كې د لومړي ځل لپاره د يتيمانو له روزنتون څخه څلورشپيته تنه ماشومان فارغ شوي او خپلو كورنيو ته سپارل شوي دي، چې زيات شمير يې د سرپناه له نشتوالي څخه شكايت كوي.

XS
SM
MD
LG