د لاس رسي وړ اتصالات

د چاردرې ولسوالۍ امنیتي چارې افغان قواو ته وسپارل شوې


د چاردرې ولسوالۍ امنیتي چارې افغان قواو ته وسپارل شوې
د چاردرې ولسوالۍ امنیتي چارې افغان قواو ته وسپارل شوې

د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ د شمالي برخې امنیتي چارې له الماني قواو څخه افغان ملي اردو ته وسپارل شوی.

د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ امنیتي چارې له الماني عسکرو څخه افغان ملي اردو ته د سپارلو پر وخت په چاردره کې د الماني عسکرو قوماندان خان وویل چې دوی په دې خوښ دي چې ملي اردو ته امنیتي چارې سپاري، او زیاته یې کړه دوی به ددې ترڅنګ چې امنیتي چارې ملي اردو ته سپاري له هغوي سره به د ضرورت په وخت کې په عملیاتو کې برخه اخلي ځمکنۍ او هوایي مرستې به ورسره کوي:

"هغه وخت چې ملي اردو ضرورت ولري مونږ به افغان ملي اردو سره د هوا او ځمکې له لارې مرسته کوو"

دغه الماني افسر په هغه غونډه کې چې افغان ملي اردو ته د امنیتي چارو د سپارلو په موخه جوړه شوی وه ویې ویل: "یو زیات وخت د ایساف قواو او ملي پولیسو په چاردره کې یو ځای امنیتي چارې سنبالولې مګر د افغانستان ملي اردو له پیل نه تر اوسه ډیره قوي شوې ده"

هغه وايي: " زه ژمنه کوم چې د ایساف قواوې به دافغان ملي اردو تر شا ولاړې وي"

د امنیتي چارو د سپارلو لپاره په جوړه شوې غونډه کې د سیمې خلکو هم ګډون کړی و. دوی ویل چې په دې کار ډیر خوښ دي.

د چاردرې ولسوال عبدالمومن عمرخیل وویل چې دوي په دې خوښ دي چې امنیتي چارې افغان قواو ته سپارل کیږي: "د کندوز ولایت کې د چاردرې په ولسوالۍ کې افغان قواو ته د امنیتي چارو د انتقال پروسه پیل شوی ده او دا چې چاته امنیتي چارې سپارل کیږي نو دوي به خامخا د سیمې د امنیت لپاره کوشش کوي"

دغونډې ګډونوالو او د سیمې دوه تنو اوسیدونکو هم په دې خوښ وو چې له خارجي قواو څخه امنیتي چارې افغان قواو ته سپارل کیږي:

"ملي اردو ته د امنیتي چارو سپارل نیک قدم دی او د خلکو له اووږو به بار کم شي، ملي اردو سره به د خلکو اتیا فیصده مشکل حل شي او هغه مشکل چې له خارجي قواو سره یې درلوده حل به شي، له خارجي قواو سره ددوي ستونزه دا وه چې په خبرو سره نه پوهیدل او هغوي په سیمه کې بلد هم نه وو"

په کندوز کې د المان نظامي قواو د امنیت د ساتلو دنده پر غاړه درلوده، د روان لمریز کال له لومړیو ورځو څخه د چاردرې او په عمومي توګه د کندوز امنیت هغه وخت نسبتا ښه شو چې په سیمه کې محلي پولیسو ته امنیتي چارې وسپارل شوی، د تیرلمریز کال په پای کې د طالبانو یو شمیر قوماندانان له دولتي قواو سره یو ځای شول او ځینې نور له سیمې ووتل.

XS
SM
MD
LG