د لاس رسي وړ اتصالات

کندز: پر خارجي دفتر ځانمرګي بریدونو کې ۴ تنه ووژل شول


کندز: پر خارجي دفتر ځانمرګي بریدونو کې ۴ تنه ووژل شول
کندز: پر خارجي دفتر ځانمرګي بریدونو کې ۴ تنه ووژل شول

د کندز د ښار لویدیځه برخه کې د کابورا په دفتر درې ځانمرګي حمله کوونکو برید وکړ په دغه برید کې د کابورا دفتر څلور تنه ساتوونکي ووژل شول او د یو تن پولیس په ګډون لس تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي د کابورا دفتر د جرمني د موسسو امنیتي کسان روزي.

سهار وختي د څلورو بجو شاوخوا یو لوی انفجار د ښار تر نږدې سیمو پورې د کورونو او دوکانونو د دروازو او کړکیو ښیښې ماتې کړې، ورپسې د وړو ماشیندارو ډزې پیل شوې، خو وړې ډزې ډیرې اوږدې نه شوې.

یو تن ځانمرګي په یو تنګه کوڅه کې چې شاو خوا یې کورونه دي د چاودیدونکو موادو ډک موټر ته انفجار ورکړی، د کوڅې ښې اړخ ته د کور ټولې کوټې غورځیدلي فکر نه کیږي چې پخوا په دغه ځای کې کور وو. د کور اوسیدونکي ټپیان شوي دي. د کوڅې چپ اړخ ته د چاپیریال ساتنې دفتر هم تخریب شوی او په ودانیو کې ولاړې موټرې چیتي شوي دي.

د ځانمرګي برید کوونکو او پولیسو تر منځ ډزو ډیر وخت ونه نیوه پولیس په ودانۍ ورننوتل. شاوخوا د ړنګو شویو دیوالونو د خښتو لاندې ډنډ ډنډ وینې تر سترګو کیدې ټپیان او جسدونه پولیسو روغتون ته یووړل چې یو ناڅاپه بیا د چاودنې غږ تر غوږو شو:

"زه پاس جیګ شوم ځانمرګی په تشناب کې پروت و پلنګي دریشي یې اغوستې وه او د اوسپنې خولۍ یې هم اغوستې وه، ماترې پوښتنه وکړه چې څوک یې؟ هغه وویل وړاندې راشه په لاس کې یې بټن وه چې برق یې پړق پړق کاوه زه ترې شاته راغلم او ډزې مې پرې پیل کړی چې یو ناڅاپه اور شو او پوه نه شوم چې نور څه شوي دي"

دا د هغه پولیس و چې غوښتل یې ټپي شوي ځانمرګي برید کوونکي ته نجات ورکړي، د امنیتي کسانو د روزونې دغه دفتر د ملکي ودانیو په مینځ کې دی، نو ځکه شاووخوا ګاونډیان د ډزو پر وخت هم د باندې ولاړ وو.

له وروستي ناکام برید وروسته د سیمې خلک او پولیس په دفتر ورننوتل، او خلکو له هغه ځلمي سره غمرازي کوله چې کور یې بشپړ له منځه تللې هغه د پیښې په اړه داسې وایې:

"نیم ساعت یو ساعت د جګړې لاندې پاتي وو خو د پولیسو په مرسته د جګړې له منځه ووتلو، د چربانګ ډوډۍ مو وخوړه او په بسترو کې مو ډډې ووهلې چې یو ناڅاپه انفجار وشو د کورنۍ غړي مې ټپیان شوي خو زیات ټپیان نه دي"

د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرحمن اقتاش وایې چې په دغه برید کې د کابورا د دفتر درې تنه ساتوونکي وژل شوي دی:

"یو شمیر تروریستانو غوښتل چې خلک ووژني یو موټر د کابورا د دفتر د باندې انفجار کړی او دوه تنه داخل شوي وو چې درې تنه ګاردان وژل شوی او په یو یو نیم ساعت کې پولیسو سیمه تر کنټرول لاندې راوسته"

اقتاش په یو ټلیفوني تماس کې دا هم وویل چې په دغې ودانۍ له برید نه نیم ساعت وړاندې دوه جرمني اتباع له دفتر نه وتلي وو چې اوس مهال تر تحقیقاتو لاندې دي.

د کندز د ولایتي روغتون نوکریوال ډاکټر سیف الله وایې چې روغتون ته د څلورو ساتوونکو له جسدونو سره د دوه تنو برید کوونکو جسدونه هم راوړل شوي دي:

"لس ته ټپیان روغتون ته انتقال شوی چې درې تنه یې بستر شوي او نور رخصت شوي، څلور تنه د دفتر ساتوونکي وژل شوي او د دوه ځانمرګي برید کوونکو جسدونه هم راوړل شوي دي"

دغه ودانۍ چې برید پرې شوی پخوا تر دې په کې جرمنې رستورانت و او زیاتره مراجعین یې جرمني اتباع وو، تر څو ساعتونو پورې سیمه د پولیسو تر څار لاندې وه کله چې د ځانمرګي برید کوونکو او پولیسو ترمینځ ډزې ودریدې د ښار هغه لار چې د خلکو پر وړاندې بنده شوې وه بیرته خلاصه شوه، په ښار کې د خلکو کاروبار او تګ راتګ عادي حالت غوره کړ او فکر کیده چې له پیښې هیڅوک نه دي خبر د پیښې شاوخوا دوکانونه کورونه او نورې ودانۍ تخریب شوي خو ځاني تلفات یې له څلورو ساتونکو پرته زیات نه وو.

XS
SM
MD
LG