د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې په لومړي ځل یو ځانمرګی ژوندی نیول شوی


کندز چې په تیرو کلونو کې نسبتا آرام ګڼل کیده په دې وروستیو کې ځانمرګې حملې پکې زیاتې شوي

کندز چې په تیرو کلونو کې نسبتا آرام ګڼل کیده په دې وروستیو کې ځانمرګې حملې پکې زیاتې شوي

د کندوز د امنیه قوماندان چې دوه ورځې وړاندې په دغه ولایت کې نوې دنده ور وسپارل شوه، په یو مطبوعاتي کنفرانس کې یې وویل چې پولیسو یو تن ځانمرګی او د هغه دوه نور ملګري چې لارښوونه یې ورته کوله ونیول.

هغه وویل چې دغه ځانمرګي غوښتل چې په کندوز کې پر دولتي ادارو او یاهم پر ایساف ځواکونو برید وکړي، د کندوز د امنیه قوماندان سمیع الله قطره وویل:

(نادر شاه د سلطان شاه ځوی چې د بدخشان ولایت د درواز ولسوالۍ اوسیدونکی دی د ځانمرګي برید اراده یې لرله، د هغه عمر پنځلس کاله دی او دهغه دوه نور ملګري د پولیسو له خوا مخکې تر دې چې برید وکړي ونیول شول.)

د کندوز د امنیه قوماندان سمیع الله قطره وویل چې له دې پرته د دولت د مخالفو وسله والو یو تن قوماندان ملا صلاح الدین چې لس کسیزه وسله واله ډله یې درلوده له دولت سره یوځای شو:

( ملا صلاح الدین په امام صیب ولسوالۍ کې لس کسیزه وسله واله ډله درلوده چې اوس له دولت سره یو ځای شوې او له جګړې یې لاس واخیسته.)

نادرشاه چې د ځانمرګي برید په تور نیول شوی وایې چې دې په پاکستان کې د ملاقلي د سیمې د طالبانو یو تن قوماندان ملاغیاث الدین له خوا کندوز ته رالیږل شوی دی.

داچې نادر شاه څه ډول ځانمرګي برید ته تیار شوی داسې وایې: (درې کاله مې په یوه مدرسه کې درس لوسته په هغه کې راته ویل چې ځانمرګې برید وکړئ، او ځانمرګې جنت ته ځي، او د افغانستان خلک ټول کافران دي، د هغوي خلاف جهاد فرض دی او زه یې دې ته تیار کړم چې ځانمرګې برید وکړم.)

نادرشاه وایې: ( واسکټ درته اغوندم د هوایې میدان دروازې ته به لاړ شی ځان ته به انفجار وکړې، د پولیسو په رنیجر کې به نور طالبان د پولیسو په لباس کې درپسې راشي او جګړه به پیل کړي.)

د کندوز یو شمیر علما وایې چې دولت د خلکو لپاره د فکري روزنې لپاره کوم کار نه دی کړی او له دغې خلا نه د دولت مخالفین استفاده کوي:

( څوک چې په دیني مدرسو کې زده کړې کوي د دین د تطبیق په اړه زده کړې کوي، هغه څه چې هغوي وایې ټولنې ته متوجه کیږي چې دولت په قضایی چارو کې شرعي قوانین نه تطبیقوي، د مدرسو د فارغینو او دولت تر مینځ خامخا عقده راولاړیږي، له دغې خلا څخه چې دولت نه شي کولاې خلکو ته فکري قناعت ورکړي، نور خلک له دغو کسانو نه استفاده کوي او هغوي د دولت پر وړاندې مخالفتونو ته هڅوي.)

په کندوز کې دا لومړی ځل دی چې یو تن د ځانمرګي برید په تور ژوندې نیول کیږي، یوه میاشت وړاندې په کندوز کې درې ځانمرګي بریدونه وشول چې په کې له اتیاو څخه زیات خلک ووژل شول.

د کندوز د امنیې قوماندان عبدالرحمن سیدخیلي هم د شپې له خوا په یو ځانمرګي برید کې هغه وخت ووژل شو چې د ښار په مرکزي چوک کې یې په سرک قدم واهه.

XS
SM
MD
LG