د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په کندز کې ٨ پولیس ووژل


طالبانو په کندز کې ٨ پولیس ووژل
طالبانو په کندز کې ٨ پولیس ووژل

افغان چارواکي وايي چې طالبانو په یوه چپاو کې، اته پولیسان د کندز په ولایت کې ووژل.

په دې توگه په هغه ځاې کې برېدونه زېات شوېدی چې ېووخت دافغانستان نسبتان ارامه اوکراره سېمه بلل کېدله.

چارواکې وايي چې طالبانو د کندز په ښار کې د پولیسو پر یوه تاڼه باندې، د پنجشنبې په ورځ سهار دوخته، حمله وکړه او پولیسان یې ووژل.

رپوټ وايي چې یو پولېس ژوندی پاتې شوی دی خو زخمي دی.

په کندز کې پر افغان او نړیوالو قواو باندې د بریدونو شمیر په داسی حال کې زیات شوی دی چې طالبان غواړي خپل واک ا و اختیار پراخه کړي.

په عین حال کې د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي خپله هغه غوښتنه بیا تکرار کړې ده چې خپله نظامي توجه د ترهگرانو د پټېدلو ځایونو ته چې په گاونډي افغانستان کې دي واړوي.

ښاغلی کرزي په دې مسله باندی د پنجشبنی په ورځ د امریکا د مرکزي قوماندانئ له رئیس جنرال جیمز ماتیس سره په کابل کې د غونډې په ترڅ کې خبری وکړې.

د ښاغلي کرزي د دفتر په یو ه بیانیه کې ویل شويدي چې د ترهگرئ خلاف جگړه به تر هغه وخت پورې ونه گټل شي ترڅو چې تروریستان تباه نکړی شي.

XS
SM
MD
LG