د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې نن بیا ځانمرگې حمله وشوه


په کندز کې نن بیا ځانمرگې حمله وشوه
په کندز کې نن بیا ځانمرگې حمله وشوه

د کندوز د ښار د مرکزي چوک شمال غرب لورته په دویم منزل کې د ښار د تنظیم د پولیسو په پوسته کې چې په ترافیکو پورې اړه لري ځانمرګې برید وشو، په دغه برید کې یو تن پولیس ووژل شو او پنځه ملکي خلک ټپیان شوي دي.

د کندوز د ښار عمومي لارې او سړکونه د موټرو او عامو خلکو د تګ راتګ پر وړاندې تړل شوي دي، پولیس شاو خوا ولاړ دي او خلکو ته لارښوونه کوي چې په فرعي لارو تګ راتګ وکړي، د چاودنې په ځای کې یوازې د هغه نفر پښې لیدل کیدې چې په ځان پورې تړلي بمونه یې الوځولي وو.

د کندوز ولایت د ولایتي شورا ریس محبوب الله محبوب د پیښې په ځای کې مطبوعاتو ته وویل: "ځانمرګې برید شوی چې په نتیجه کې یې د ترافیکو یو تن وژل شوی او پنځه هغه ملکي کسان چې ښار ته د غریبۍ او مزدورۍ لپاره راوتي وو ټپیان شوي دي"

درې ورځې وړاندې هم د کندوز د ښار په مینځ کې د ملي اردو د جلب او جذب په مرکز باندې څلورو تنو وسله والو برید کړې و چې په نتیجه کې یې اته تنه پولیس او د ملي اردو عسکر وژل شوي وو.

د کندوز د ولایتي شورا ریس محبوب الله محبوب په جګړه کې له ښکیلو خواو وغوښتل چې جګړه دې د ملکي خلکو له سیمې لرې وساتي هغه وویل: "هلیه من یم چې په جګړه کې ښکیلې ډلې دې ته پام وکړي چې ښار ته ملکي خلک د کارو بار او غریبۍ لپاره راووځي، نو د خلکو د ګڼې ګوڼې دغه ډول سیمې ته پام وکړي او په کې له جګړو او چاودنو څخه ځان وساتي"

دوه تنه دوکانداران چې د خپل دوکان ماتې شیشې یې راټولولې او په دوکان کې مات شوي سامانونه یې یوې او بلې خواته ایښودل د پیښې په اړه یې داسې وویل: "زه له چاودنې خبر شوم او راغلم، د سر زیان نه دې رارسیدلې خو د پنځوس زرو افغانیو زیان رارسیدلې، په دغه چاودنه کې یو تن پولیس وژ ل شوې او څو ملکي خلک ټپیان شوي دي، له الله نه غواړم چې په هیواد کې امن او سوله راشي"

زاهدالله چې د همدغو زینو لاندې چې په سر یې چاودنه شوې لاندې د ساعتونو د جوړولو غرفه لري هغه وایی: "زه نن ناوخته راغلم، په لاره وم چې خبر شوم په ښار کې چاودنه وشوه مونږ د غریبۍ لپاره راتلو، په دغه چاودنه کې زما د کار غرفه هم خرابه شوی"

د پیښې یو تن ټپي چې په روغتون کې بستر و داسې یې وویل: "څو قران شریفونه مې واخیسته، او قالینو دمارکیټ پر لور روان وم چې له شانه را باندې یو څه شې ولګیده او درز شو نور پوه نه شوم"

د ښار د تنظیم د پولیسو پوسته یا کوټې د عمومي چوک په سر په دویم منزل کې موقیعیت لري چې اوسپنزې زینې ورختلي دي، د ښار د تنظیم یو تن پولیس وویل چې هغه نفر چې په ځان پورې یې بمونه تړلي وو غوښتل یې چې ددوي خونو ته ورننوځي خو د یو تن پولیس له خوا یې مخه نیول شوی وه چې په نتیجه کې په ځان پورې تړلي بمونه واولوځول او ددوی یو تن پولیس یې وواژه.

دغه برید د پولیسو د خونو په مخکې د اوسپنزو زینو په سر شوی و چې له امله یې د پولیسو پوسته او لاندې دوکانونه تخریب شوي دي.

ددغې چاودنې له امله شاو خوا نزدې ټول دوکانه زیانمن شوي وو، د ورځې تر پایه پورې پولیسو په سیمه کې د امنیت په خاطر په عمومي چوک د خلکو او موټرو تګ راتګ بند کړې و، خو په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه تر سترګو کیده، دوکانداران وایې چې کله چې په ښار کې چاودنه کیږي تر څو ورځو پورې ددوي کاروبار هم زیانمن کیږي او خلک د ویرې له امله بازار ته نه راوځي.

XS
SM
MD
LG