د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د ایتلاف پر کتار برید کې ملکیان مړه دي


کندز کې د ایتلاف پر کتار برید کې ملکیان مړه دي

کندز کې د ایتلاف پر کتار برید کې ملکیان مړه دي

افغان چارواکي وايي، د موټر بم په ځانمرګي حمله کې چې د جرمني په نظامي کتار وشوه، لږترلږه درې ملکیان پکې ووژل شول او یو شمیر نور کسان پکې زخمیان شول.

د یکشنبې د ورځې د حملې مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. دغه حمله د کندز له ښار نه بهر شویده.

د ناټو ویاند تورن ټیم جیمز وویل، د ایتلاف قواوو ته تلفات ندي اوښتي.

دغه حمله په خاصه توګه د ناټو د افرادو لپاره له یوې داسې ورځې نه وروسته وشوه چې د تاوتریخوالي نه ډکه وه.

ناټو وايي، اته عسکر یې په افغانستان کې د شنبې په ورځ وژل شوي وو.

د ایتلاف مقامات وايي، څلور عسکر يي د یاغیانو په بیلابیلو حملو کې چې درې په جنوب او یو یې په ختیځ کې وژل شوی دی. نور یې په جنوب کې له زخمونونه وژل شویدی چې دغو زخمونو یې د جنګ پورې ارتباط نه لاره. اسوشیټید پرس وايي، دوی د موټر د اوښتلو په پیښه کې وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG