د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز او بدخشان کې یو ولسوال او ١١ پولیس ووژل شول


د کندز د امام صاحب په ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د پولیسو په یوې پوستې باندې حمله وکړه او د سرحدي لوا شپږ پولیس یې ووژل.

د همدې ولایت د د قلعه زال ولسوال تیر ماښام د یوه لرې نه کنټرولیدونکي بم په واسطه ووژل شو.

ها خوا د بدخشان په ولایت کې د سړک د غاړې بم د پولیسو په یو موټر وچاودید او پنځه تنه افسران یې ووژل.

له بلې خوا ناټو نن اعلان وکړ چې د غزني په ولایت کې یې له افغان قواوو سره په گډو عملیاتو کې څو یاغیان وژلي دوه تنه یې ژوندي نیولي دي. ناټو وايي ددې عملیاتو هدف د طالبانو یو قومندان وو چې له القاعدې سره تړاو لري.

ناتو همدارنگه وايي د افغان قواوو یوې بلې ډلې د کندهار په ولایت کې د طالبانو د دوو قومندانو د تعقیبولو په وخت دوه تندروان وژلي دي.

ناتو وویل چې د شنبې په ورځ شپږامریکايي عسکر ووژل شول. ددوی د جملې نه څلورد ملک په ختیځه برخه کې د یاغیانو سره په جگړه کې ووژل شول. دوه تنه نور یې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کی ووژل شول.

د یاغیانو حملې د افغانستان په ډیرو سیمو کې په داسې حال کې زیاتې شويدي چې بین المللي قواوې غواړي طالبان وځپي. تیره میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وه چې په کې ١٠٢ بهرني عسکر ووژل شول.

XS
SM
MD
LG