د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا په امریکايي تاسیساتو د داعش د برید خبرداری ورکړ


د جنوبي کوریا استخبارات وايي د داعش ډلې پر یو شمېر سیمو د خپلو احتمالي بریدونو لست خپور کړی، چې د کوریا او امریکا هدفونه هم په کې شامل دي.

د دغه هیواد استخباراتي ادارو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د اسلامي دولت ډله کیدای شي په جنوبي کوریا کې په امریکایي پوځي تاسیساتو او د جنوبي کوریا په خلکو باندی بریدونه وکړي.

د جنوبي کوریا ملي امنیتي ادارې ان آی اس د هغو ځایونو لست خپور کړی دی چې د اسلامي دولت د ډلې د احتمالي بریدونو له خطر سره مخامخ دي. په دغو ځایونو کې پوځي تاسیسات او د امریکا او ناټو ۷۷ د هوايي ځواک ګډ تاسیسات هم شامل دي. په دغو تاسیساتو کې یې په جنوبي کوریا کې دي.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز د دوشنبې په ورځ وویل چې سیول په دې هکله د امریکا سره له نژدې نه همکاري کوي چې د ترهګرو د احتمالي بریدونو مخه ونیول شي.

د داعش د دغو احتمالي بریدونو په اړه ډېر معلومات ورکړل شوي نه دي.

داعش تر ډېره په سویه او عراق کې فعاله دی، خو په اروپا او د نړۍ په یو شمېر نورو سیمو کې یې هم د یو لړ بریدونو مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG