د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي او جنوبي کوریا د لوړې کچې خبرې پيل کړې


شمالي کوریا ویلي و که جنوبي کوریا د هغو پر ضد خپل تبلیغات بند کړي، په ۴۸ ساعتونو کې به یې پر ضد پوځي اقدام وکړي.
شمالي کوریا ویلي و که جنوبي کوریا د هغو پر ضد خپل تبلیغات بند کړي، په ۴۸ ساعتونو کې به یې پر ضد پوځي اقدام وکړي.

شمالي کوریا او جنوبي کوریا نن د لوړې کچې بیړنۍ خبرې پیل کړې دي چې خپل کړکیچونه اوار کړي.

دا خبرې په داسې حال کې پیل شوې چې شمالي کوریا جنوبي کوریا ته گواښ کړی چې یا پولې ته نیژدی خپل تبلیغات ودروي او یا به پوځي برید پرې وشي.

دا خبرې د پانمونجام په سرحدي سیمې کې کیږي. د چارواکو په وینا په دغو خبرو کې د ملي امنیت سلاکار کیم کوانګ جن او د یووالي وزیر هانګ یانګ پیو د جنوبي کوریا د لوری استازیتوب کوی، په داسې حال کې چې د شمالي کوریا په استازیتوب پکې لوړپوړي چارواکی هوانګ پیانګ سو او کیم یانګ ګان پکې برخه اخلي.

دا خبرې په داسې حال کې پیل شوي دي چې کړکیچونه په زیاتېدو دي. ددې کړکیچونو له امله، جنوبي کوریا له شمالي کوریا سره پولې ته نزدې د سیلانیانو یو صنعتي پارک ته د خلکو په تګ راتگ بندیر لګولی دی.

دا پارک په یوې غیر پوځي سیمې کې دی.

په ملګرو ملتو کې د کوریا د ډیموکراټیک جمهوریت د سفیر مرستیال آن میانګ هون وویل "که جنوبي کوریا په ۴۸ساعتونو کې د کوریا د ډیموکراټیک جمهوریت پر ضد خپرونې بندې نه کړي او د خپرولو ټول وسایل لیرې نه کړي، له سخت پوځې اقدام سره به مخامخ شي."

په ظاهري ډول ددې تیرې څرګندول د متحده ایالاتو له خوانه له نږدې څارل کیږي. متحده ایالات په جنوبي کوریا کې په زرګونو عسکر لري.

د ختيځې آسیا لپاره د متحده ایالاتو د دفاع وزارت مرستیال ډیویډ شییر وايي "متحده ایالات د خپلو متحدینو د دفاع په اړه په خپله ژمنه ټینګ ولاړ دی او د کوریا له جمهوریت سره به له نږدې نه خپل کار هماهنگ کړي. د کوریا د ډیموکراټک جمهوریت له خوا لمسوونکي اقدامات کړکیچونه زیاتوي او مونږ له پیانګ یانګ نه غواړو چې د هغو اقداماتو او خبرو نه ډډه وکړي چې سیمه اییز ثبات ته ګواښ پیښوي او مونږ به دې برخه کې د کوریا له جمهوریت سره یو. "

شمالي کوریا جنوبي کوریا ته نن په ځایي وخت د پنځو بجو وروستۍ نیټه ټاکلې وه چې له پولې نه هغه اخوا پیانګ یانګ پر ضد هغه خپرونې بندې کړي چې جنوبي کوریا تیره اونۍ د یو مځکني ماین له هغې چاودنې نه ورسته پیل کړې دي چې د جنوبي کوریا دوه عسکر پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG