د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي په جنوبي کوریا باندې د شمالي کوریا حمله سنجول شوی تیری دی


امریکا وایي په جنوبي کوریا باندې د شمالي کوریا حمله سنجول شوی تیری دی
امریکا وایي په جنوبي کوریا باندې د شمالي کوریا حمله سنجول شوی تیری دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي کوریا په یوه ټاپو باندي د شمالي کوریا حمله د کوریا د ١٩٥٣ کال د متارکې په مقابل کي مخکي له مخکي سنجول شوی تیری بللی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت نطاق ( پي جې کراولي ) پرون وویل چي چین د شمالي کوریا د مخنیوي دپاره ډیر مهم نقش لري. بیجینگ د اوږدې مودې راهیسي د شمالي کوریا د مشرتابه ملاتړ کوي.

شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ د جنوبي کوریا د ( یون پیونگ ) په ټاپو باندي د توپونو څه دپاسه سل مرمۍ وارکړې، د جنوبي کوریا دوه سمندري عسکر او دوه ملکیان یې ووژل او ١٨ تنه نور یې زخمیان کړل.دغه ټاپو ددواړو کوریاګانو ترمنځ لویدیځ جنجالي سمندری سرحد ته نژدې واقع دی.

( کراولي ) وویل چي امریکا ته دا معلومه ده چي چین په کوریا باندي خپل نظر نه سي قبلولای، مګر هغه وویل چي د اوباما حکومت د چین چارواکو ته ویلي دي چي چین باید داخبره شمالي کوریاته په واضح او څرګند ډول وکړي چي ددې اوسنۍ پېښي مسئولیت د چا په غاړه دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چي په دې پېښه کي د انسانانو د تلفاتو او د مال او شتمني د ضایعاتو له کبله ددرد او تاسف احساس کوي او ددواړو خواو نه یې وغوښتل چي آرام اوسي او د صبر او زغم نه کار واخلي.

د امریکا اردو وایي چي ټاکل سوې د جنوبي کوریا سره ګډ سمندري نظامي تمرینات د کوریا په لویدیځ سرحد کي ددې راتلونکي یکشنبې په ورځ شروع کړی چي د شمالي کوریا دغي حملې ته یو جواب ورسوي.

XS
SM
MD
LG