د لاس رسي وړ اتصالات

چین وايي د کوریاگانو منځگړیتوب ته حاضر دی


چین وايي د کوریاگانو منځگړیتوب ته حاضر دی

چین وايي د کوریاگانو منځگړیتوب ته حاضر دی

څو ساعته وروسته له هغې چې د جنوبي کوریا او امریکایي ځواکونو د کوریا د جزیرې د بحیرې په اوبو کې نظامي عملیات ترسره کړل د توپونو ډزې لا هم اوریدل کیدی او د سیمې اوسیدونکي او ژورنالیستان یې دې ته اړ کړل چې نژدې پرتې جزیرې ته پناه یوسي.

د چین یو لوړپوړي دیپلومات نن د جنوبي کوریا جمهور رئیس ته وویل چې بیچنگ له هغو هڅو سره موافق دی چې د دواړو کوریاوو ترمنځ د ډغرو مخنیوی وشي.

د چین دولتي اژانس سینهوا وایي چې د چین د دولت سلاکار ډای بینگو د جنوبي کوریا جمهور رئیس لي مینگ بیک ته وویل چې د کوریا د شبې جزیرې حالات ستونزمن دي. دواړو خواو موافقه وکړه چې په گډه د خبرو او دیالوگ له لارې د حالاتو د ښه کیدو لپاره کار وکړي. د جنوبي کوریا د جمهور رئیس سکرتر هونگ سانگ پوو په دې اړه وویل:

"د چین لورې د یونپیونگ د ټاپو په پیښه کې د جنوبي کوریا د تلفاتو په وجه همدردي څرگنده کړه او چین وویل چې دوی به د حالاتو د خرابیدو د مخنیوي او د دواړو کوریاوو ترمنځ د سولې لپاره پوره هڅه وکړي".

نریشن...

چین هیله څرگنده کړې چې د کوریا په شیه جزیره کې د سولې او ثبات په مقصد د جنوبي کوریا او چین ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.

له بلې خوا د جنوبي کوریا مامورین وایي چې نن هم د یونپیونگ په ټاپو کې د شمالي کوریا د توپونو اواز اوریدل کیده. جنوبي کوریا د سیمې له اوسیدونکو غوښتي وو چې امن ځایونو ته لاړ شي. د یونپیونگ د ټاپو د پولیسو قوماندان وایي:

"مونږ داسې رپوټونه ترلاسه کړي چې د شمالي کوریا توپخانه ډزو ته تیاره ده او مونږ دا هم اوریدي چې اردو عملیاتو ته اماده ده. نو مونږ پولیسو تصمیم ونیو چې د سیمې له اوسیدونکو وغواړو چې ژر تر ژره له دې ځایه ووځي او ځان په امن کړي".

په دې ترڅ کې خبري رسنیو وایي په داسې حال کې چې امریکا او جنوبي کوریا په ژیړه بحیره کې څلور ورځني گډ نظامي عملیات پیل کوي، شمالي کوریا خپل له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي میزائیل لویدیځ ساحل ته لیږدولي دي.

د یو اس اس جورج واشنگټن په نامه په اتومي انرژۍ سمباله یوه امریکایي الوتکې لیږدونکې بیړۍ دغه عملیات رهنمایي کوي چې صرف څو ورځې وروسته له هغې ترسره کیږي چې شمالي کوریا د جنوبي کوریا د یونپیونگ پر ټاپو ډزې کړي او دوه عسکر او دوه ملگي وگړي یې وژلي دي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د امریکا او جنوبي کوریا گډ نظامي عملیات غندلي او خبرداری یې ورکړی چې دواړه کوریاوی د جگړې په درشل کې دي.

چین دی عملیاتو ته په اشارې خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د دوی له اجازې پرته، له هر ډول یو اړخیز نظامي عمل سره مخالف دی.

د امریکا د اردو لوی درستیز مک مولن د سي ان ان سره په مرکه کې ویلي چې د سیمې د بې ثباتۍ په وجه چین د شمالي کوریا د نژدې متحد په توگه له ټولو څخه په خطر کې دی.

XS
SM
MD
LG