د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې خبرداری: اوکراین کې به امریکایي ټانکونه وسوځول شي


روسیې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (میزان څلورمه) خبرداری ورکړ چې د امریکا ابرامز ټانکونه به په اوکراین کې د جګړې حالت بدل نکړي.

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف وویل چې د جرمني د لیوپارد او د بریتانیا د چیلنجر ټانګونو په څېر به «د امریکا د ابرامز ټانکونه» هم وسوځول شي.

د اوکراین ولسمشر تېره ورځ وویل چې پوځ یې د ابرامز امریکايي ټانکونه ترلاسه کړل.

پسکوف د اوکراین له پوځ سره د امریکا د نویو پوځي مرستو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «دا په هېڅ ډول د ځانګړو پوځي عملیاتو بڼه او نتیجه نه بدلوي.»

د دغو تجهیزاتو په ترلاسه کېدو سره به نه یوازې د اوکراین د ځواکونو جنګي وړتیاوې لوړې شي، بلکې د روسي ځواکونو په مقابل کې به یې ځوابي بریدونه هم چټک شي.

کیف د دې ترڅنګ، له واشنګټن څخه د (ATACM) په نوم د لېرې واټن وېشتونکیو توغندیو غوښتنه کوي چې له اوکراین څخه په نیول شویو سیمو کې د روسي پوځ اکمالاتي لارې، هوايي ډګرونه او د ریل ګاډي پټلۍ په نښه کړي.

د امریکا ان بي سي نیوز د راپور په اساس، ولسمشر جوبایډن د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ته د لېرې واټن ویشتونکیو توغندیو د چمتو کولو په اړه خبر ورکړی. د امریکا د دفاع وزارت او سپینې ماڼۍ په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

د کرملین ویاند پسکوف وویل: «امریکایان د اوکراین په جګړې کې خپل دخالت زیاتوي، خو د روسیې پوځ د دغو میزایلو سره د مقابلې لپاره هر ځل خپل مهارتونه او وړتیا لوړه کړې ده.»

د اوکراین پوځ د جون په میاشت کې له لویدیځ څخه د وسلو له ترلاسه کولو وروسته د روسیې په ضد عملیات پیل کړي، خو دا عملیات ورو روان دي.

د اوکراین پوځ وايي عملیات یې ځکه ورو دي، چې د روسیې دفاعي لیکې قوي او په لارو کې ماینونه ډېر ښخ کړل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG