د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د امریکا نوی حکومت به د دواړو هیوادونو اړیکې ښې کړې


روسیه وایي هیله لري چې د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ به وکړی شي چې د دواړو هیوادونو "خرابې" اړیکې ښې کړي. د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویاند وایي هغوي د کوم "غټ" پرمختګ توقع نلري خو زیاته یې کړه چې کرملین د امریکا د نوې ادارې نه هیله لري چې "ګټوره" لار غوره کړي.

د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویاند دمیترې پیسکوف وایي کرملین د متحده ایالاتو د نوې ادارې نه هیله لري چې د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو لپاره دې نوې هلې ځلې وکړي.

ښاغلي پیسکوف دغه څرګندونې په ملي تلویزیون کې کړیدي.

پیسکوف وویل مسکو "دومره زیات خوشبینه ندی چې د امریکا نوې اداره به د روسیې سرحد سره نږدې د ناټو د ځواکونو د ځای پر ځای کیدو پریکړه بدله کړي او یا دا چې په روسیې لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې کړي."

پیسکوف زیاته کړه چې د امریکا د هر جمهور رئیس لپاره تر ټولو مهمې د خپل هیواد ګټې دي.

د کرملین ویاند هغه ادعاګانې هم رد کړلې چې وایي د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د روسیې سره "ښه" ملګرتیا لري.

دمیترې پیسکوف په مرکې کې همدارنګه وویل چې " مونږ تر اوسه پوره نه یو خبر چې ټرمپ څه ډول جمهور رئیس دی او د روسیې سره به دریز څه ډول وي. "

پیسکوف د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما هغه تورونه هم رد کړل چې ګواکې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې لاس وهلی و.

هغه وایي " د دا ډول تورونو په بدل کې مونږ حق لرو چې د وضاحت او شواهدو غوښتنه وکړو چې تر دې دمه یو هم مونږ ته ندي راکړل شوي. "

سره لدې چې د ولادمیر پوتین ویاند وایي د امریکا سره ټول مذاکرات په ټپه دریدلي دي خو د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت ویاند جان کربي وایي چې د روسیې سره د اختلافاتو باوجود په ګڼ شمیر مسایلو کې ګډ دیپلوماتیک فعالیتونه روان دي. "

XS
SM
MD
LG