د لاس رسي وړ اتصالات

د څلورو هیوادو مشرانو د کاسا ١٠٠٠- پروژه پرانیسته


ټاکل شوې چې د کاسا زر پروژې په پلي کیدو به افغانستان هرکال د بریښنا د ترانزیټ له لارې ۴۵ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.
ټاکل شوې چې د کاسا زر پروژې په پلي کیدو به افغانستان هرکال د بریښنا د ترانزیټ له لارې ۴۵ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.

د افغانستان له لارې پاکستان ته د قرغزستان او تاجیکستان د بریښنا د رسولو کاسا زر پروژه نن د تاجیکستان په پایتخت دوشنبه کې د یولړ ځانګرو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د دغې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې د افغانستان له اړخه اجرائیه رئیس عبداالله عبدالله برخه درلوده.

د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل له دوشنبې څخه د ټیلیفون په لیکه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې اجرائیه رئیس په دغه غونډه کې د وینا ترڅنګ د قرغزستان د صدراعظم او تاجیکستان د جمهور رئیس سره هم خبرې کړي دي.

خو جاوید فیصل وویل چې د اجرائیه رئیس عبدالله اود پاکستان د صدراعظم ترمنځ کومه غونډه په پام کې نه ده نیول شوې.

هغه وویل چې اجرائیه رئیس عبدالله به نن بیرته کابل ته راستون شي.

د تاجیکستان جمهوررئیس امام علي رحمان د نننۍ غونډې کوربه وو او د پاکستان صدراعظم میا نواز شریف او د قرغزستان صدراعظم هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې دې غونډې ته عبدالله عبدالله په خپله وینا کې وویل، د ملي یووالي د حکومت بهرنی سیاست داسې جوړ شوی، چې په کې افغانستان د سیمې د هیوادونو ترمنځ د یو پُل رول ولوبوي.

ښاغلي عبدالله وویل "د دغې سترې سمیه ایزې پروژې د بنسټ ایښودل یو مثبت خو په عین حال کې یو متفاوت پیغام نړۍ ته استوي، د دغه سترې غونډې لومړی پیغام دا دی، چې زمونږسیمه د زیاتو ګواښونوسره سره په ځانګړي ډول چې د نړیوال تروریزم سره د مقابلې په برخه کې مخ ده، په سیمه کې د اقتصادي پروګرامونو د طرح کولو، پلي کولو او رغنده دریځ د نیولو توان لري".

همداشان اجرائیه رئیس وویل، سیمه ایزې ادارې اوس دا ظرفیت او توان لري، چې په نړیواله کچه عصري پروژې پلې کړي.

د کاسا زرد پروژې مزي به د ۵۵۰ کیلومترو په اوږدوالي په افغانستان کې دننه د دغه هیواد د شپږو ولایتونو له ۲۳ ولسوالیوڅخه پاکستان ته وغځول شي.

افغانستان تمه لري چې د دغې پروژې له پلي کیدلو وروسته به د ۳۰۰ میګا واټه بریښنا د ترلاسه کولو سربیره هرکال د بریښنا د لیږد له درکه هم ۴۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي.

د دغې پروژې پر وړاندې ترټولو لویه ننګونه د افغانستان امینتي وضعیت ښودل کیږي، خو د چارو کارپوهان دا ګڼي چې په دغه پروژه کې شامل هیوادونه به د پروژې د پلي کیدلو په برخه کې د افغانستان له هڅو ملاتړ وکړي.

د پوهنتون استاد تاج محمد اکبر امریکا غږ ته وویل، د کاسا زر پروژه کې ښکیلو هیوادونو ته د ګټې یو ښه فُرصت برابر شوی او زیاته یې کړه، چې اقتصادي ګټو ته په کتو به ښکیل هیوادونه هڅه وکړي چې د دغې پروژې امنیت هم خوندي وساتي.

خو ښاغلي اکبر د کاسا زر پروژې پر وړاندې په افغانستان کې خراب امنیتي حالت یوه لویه ننګونه وبلله او وې ویل، افغان حکومت ته په کار ده، چې د کاسا زر پروژه په هغو ولایتونو کې پلې کړي چې امنیت په کې ښه دی.

هغه وویل "د کاسا زر پروژه که د بغلان ولایت پر ځای چې په کې ناامني زیاته ده، د پنجشیر له ولایت څخه راتیره شي نو دا پروژه به کامیابه وي او د ګواښونو اندېښنې به کمې وي."

استاد تاج محمد اکبر زیاته کړه، چې د کاسا زر پروژه د افغانستان لپاره د برېښنا د برابرولو او اقتصادي ګټو سربیره، په دغه هیواد کې به د زرګونو بې روزګاره ځوانونو لپاره کاري فُرصوتونه هم برابر کړي.

XS
SM
MD
LG