د لاس رسي وړ اتصالات

ناامنیو د شیرخان بندر عاید نیم کړی دی


د افغانستان شمالي بندرونه دا هیواد د آسیا او اروپا سره د اورگاډي له لارې وصلوي.
د افغانستان شمالي بندرونه دا هیواد د آسیا او اروپا سره د اورگاډي له لارې وصلوي.

د شیرخان بندر د ګمرک چارواکي وایې چې ددغه بندر په عایداتو کې کموالی راغلی دی. دا بندر چې د سیمې په کچه یوه مهمه ترانزیټي لار ده چې له همدې ځایه تاجکستان او منځنۍ اسیا ته سوداګریز توکي لیږدول کیږي.

د شیرخان بندر د ګمرک رئیس شهاب الدین باور وایي چې په تیرو دوه میاشتو کې د دغه ګمرک په عوایدو کې د پام وړ کموالی راغلی دي.

ښاغلی باور وایي چې د کندوز له سقوط وروسته په دوه میاشتو کې پخوانیو عایداتو ته په کتو سره ۱۶۰ میلونه افغانۍ عایدات کم شوي دي " د شیرخان بندر عوایدو ته یې په میاشت کې تقریبا سل میلیونه افغانۍ تاوان رسولې، سوداګرو خپلې سرمایی نورو سیمو او خارج ته انتقال کړي، تر اوسه ګمرک خپل اصلي حالت ته نه دی راستون شوی."

ښاغلی باور زیاتوي چې په روانو حالاتو کې د ګمرک په عایداتو کې ۵۰٪ کمبود راغلی او اوس مهال اتیا په سلو کې ددغه بندر کارونه کم شوي دي.

په کندوز کې له جګړو وروسته له دغه ولایت څخه یو شمیر سوداګرو خپلې سرمایې ایستلي دي او د سوداګرو په وینا که روان حالات دوام پیدا کړي نو نور سوداګر به هم خپل کاروبارونه نورو ولایتونو ته انتقال کړي.

یو تن سوداګر فضل احمد خالقي چې د شیرخان بندر له لارې یې صادارت او واردات درلودل، وایې" په کندوز او په ځانګړې توګه په شیرخان بندر کې د سوداګرۍ کاروبار له رکود سره مخ دی، او له دغو جګړو وروسته سوداګرو خپلې سرمايي وویستلی، تقریبا نیم په نیمه صادرات او واریدات کم شوي دي."

یو بل سوداګر بیا وایې د تیرو دیارلسو کالو په موده کې شیرخان بندر د صادارتو واریداتو او ترانزیټ له مخې د سوداګرو لپاره مهمه لار وه "دغه بندر د سوداګرو لپاره مهم دی خو که چارواکي یې د لارو د امنیت د ساتلو لپاره اقدام وکړي."

د کندوز د امنیې قوماندان محمد قسیم جنګلباغ بیا وایې چې " ټولې لارې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې دغه لارې امن وساتي او هر څوک کولای شي شپه او ورځ په دغو لارو تګ راتګ وکړي."

د کندوز ښار تقریبا دوه میاشتې وړاندې د لنډې مودې لپاره طالبانو ونیو، که څه هم په څو ورځو کې حکومت طالبان له ښاره وشړل خو په جګړه کې عامو خلکو او سوداګرو ته زیات مالي زیانونه واوښتل.

د رپوټونو له مخې د کندز ولایت په ځنیو سیمو کې لا هم طالبان فعالیت کوي چې د سیمې امنیت ته یې گواښ رامنځ ته کړی دی.

XS
SM
MD
LG