د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز ته نوی راستنې شوی کورنۍ د مرستو غوښتنې کوي


کندوز ته نوي راستانه شوي هغه مهاجرين چې په ګاونډيو هیوادونو پاکستان او ایران کې اوسیدلې، د مرستو غوښتنه کوي. دغه مهاجري د هوا د یخوالي له امله له ستونزو سره مخ دي او وايي چې د بیرته راستنیدو پر وخت ورسره د ملګرو ملتونو له خوا مرستې شوي خو د کاروبار د نشتوالي له امله له اقتصادي ضعف له امله يې د ژمي لپاره د سون مواد نه دي برابر کړي.

تيره ورځ په کندوز کې واوره اووریده، راستانه شوي مهاجرين او ځايي بې وزله خلک د ژمي په موسم کې د هوا تر یخیدو وروسته د سون او غذايي مواد له کمبود څخه شکایت کوي، يوه هغه ميرمن چې د سرپناه د نشتوالي يادونه کوي ورسره د دولت د مرستو غوښتونکې هم ده. هغه وايي: ،، باید کومک راسره وشي سرپرست نه لرم، يوازې يم، او د دولت مرستو ته مو سترګې دي، ځمکه هم نه لروچې کور پرې جوړ کړم که دولت راسره د ځای مرسته وکړي او د سرپناه ځای راکړي په ژوند کې به يې بدلون راشي.،،

يو بل راستون شوی مهاجر د خپلو ستونزو په اړه داسې وايي: ،، مونږ دا مشکل لرو د خوراک مواد نه لرو، ترپالونه او خيمې نه لرو، په ډاګه ناست يو او له دولت څخه غواړو چې د کور لپاره ځای راکړي.،،

د کندوز د مهاجرينو ريس عبدالسلام هم د راستنو شوو مهاجرينو ستونزې مني او وايي چې دوي هڅه کوي چې راستنو شو مهاجرينو ته د څښاک پاکې اوبه او نور سهولتونه برابر کړي: ،، د مهاجرينو د چارو رياست په دې هڅه کی دی چې د راستنو شوو مهاجرينو وضعيت ښه شي، او همدارنګه د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي د جوړولو په اړه هڅې کوي چې راستنو شو خلکو ته د سرپناه ځایونه ورکړي.،،

د سيمې يوتن اوسیدونکی رحمان الله وايي چې د هوا له یخيدو سره راستانه شوي مهاجرين له ستونزو سره مخ دي: ،، راستانه شوي مهاجر له دی سختو ژمو سره عادت نه دي، دوي په داسې وخت کې راغلي چې سرپناه یې نه ده جوړه کړې او که په کرايي کور کې اوسیږي دوي ایله دومره وکړای شي چې د کور کرایه پوره کړي نو د سون او خوراک مواد نه شي پوره کولې او که روغتونونو ته لاړ شي وبه ګورې چې د هرې مهاجرې کورنۍ درې ياڅلور ماشومان مریضان وي.،،

په کندوز کې د هوا له یخیدو سره له مهاجرينو پرته نور بې وزله ځایی خلک هم له ستونزو سره مخ دي، تيره ورځ د واورو د ورېدو له امله د هوا د یخوالي درجه تر منفي لسو پورې رسیدلی ده، سږ کال د ژمي په اوږدو کې دا تر ټولو یخې ورځې دي.

ګل رحيم نیازمن – کندوز
XS
SM
MD
LG