د لاس رسي وړ اتصالات

له دانگام نه ملکي خلک وتلي


د کونړ د دانگام ولسوالي کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ له یوې اوونې راهېسې جګړه روانه ده
د کونړ د دانگام ولسوالي کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ له یوې اوونې راهېسې جګړه روانه ده

په دانگام کې جګړه تیره شپه ارامه شوې او د پوځ سرتیري په داسې حال کې په دفاعي حالت کې خپلې ټینګې کړې پوستې ساتي چې غواړي ملکي وگړي له سیمې څخه امن ځایونو ته ولاړ شي.

بیګا ماښام په نیلي سیمه کې د طالب وسله والو پر یوه غونډه جیټ الوتکو بمباري کړې چې په اړه یې په کونړ کې د ملي اردو د دوهمې پلې لېوا ویاند جګړن هارون یوسفزی وايي څه دپاسه ۱۳۰ طالب وسله وال پکې وژل شوي دي.

هغه وايي طالبانو دغلته په یوه خوندي کلا کې د جګړې لپاره مشوره کوله، چې بمباري پرې شوې او په وژل شویو کې ممکن یو شمېر طالب قوماندانان هم شامل وي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله، وايي په دغه ۱۱ورځنۍ جګړه کې شاو خوا دوه نیم سوه طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د تلفاتو په هکله د کونړ د والي شجاع الملک جلاله څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:24 0:00

ښاغلی جلاله وايي پوځ ځکه جګړه ارامه کړې چې وسله والو طالبانو له قومي خلکو سره منلي چې ماشومان او میرمنې د جګړې له سیمې څخه خوندي ځایونو ته ولېږدوي.

حکومتي چارواکو ویلي چې تر اوسه د دانګام په جګړه کې شاو خوا پنځوسو افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم افغان پوځیان د کارکوړ په نامه هغه سیمې ته دوه ورځې وړاندې رسېدلي وو چې د ایسارو خلکو او کورنیو سیمې ته په یو کلیومترۍ کې پرته ده، خو حکومتي سرتیری بېرته په شاه شوي او دمګړې خپلې پخوانۍ امنیتي پوستې ساتي.

وسله والو طالبانو ویلي چې د دانګام په جګړه کې یې لسګونه حکومتي سرتیري وژلي او ټپیان کړی دي.

ولسي خلک وايي ماشومان یې لاهم په خپلو زړو مېنو کې ایسار دی او د ژغورلو لپاره یې ګړندۍ هڅې ندي شوي.

افغان چارواکي وايي چې د دانګام جګړه یوه استخباتي جګړه ده چې په اشارو سره د پاکستان هېواد په دغه جګړه کې ښکېل ګڼي.

په دې ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال محمد ایوب سالنگي " د ملي پولیسو سره د بلدتیا د اونۍ" په نامه په یوه غونډه کې د ترهگرۍ په وړاندې د پولیسو مبارزه بریالۍ وگڼله او هغه یې وستایله.

ښاغلي سالنگي د پولیسو پرمختیاوی "نه پر شا کیدونکې" وگڼلې او د پولیسو په هکله پراخ انځور یې "روښانه او هیله ناک" وگاڼه. هغه وویل چې په روان کال کې د افغانستان دښمنانو د امنیت د گډوډولو لپاره خپلې هلې ځلې څو چنده کړې، خو د هغه په وینا د پولیسو "میړانه او استقامت" د دښمن هڅې بی اثره کړې.

د کورنیو چارو د وزارت سرپرست دپولیسو څخه د خلکو د ملاتړ څخه مننه وکړه ددې ځواک څخه د خلکو د رضایت او باور د کچې په لوړلو یې ټینگار وکړ. هغه وویل د خلکو سره د پولیسو مخ په زیاتیدونکې بلدتیا او آشنایي د کورنیو چارو د وزارت د کاري هدفونو څخه دي.

XS
SM
MD
LG