د لاس رسي وړ اتصالات

ملک زرین او د کنړ نور مشران په ځانمرګي برید کې ووژل شول


ملک زرین او د کنړ نور مشران په ځانمرګي برید کې ووژل شول

ملک زرین او د کنړ نور مشران په ځانمرګي برید کې ووژل شول

دغه ځان مرګى بريد د کونړ ولايت د اسمار په ولسوالۍ کې پريوې قومي جرګې رامنځته شوچې دسيمې جهادي قوماندان او قومي مشرملک زرين دهغه يو زوى او لمسي په ګډون يولس تنه قبيلوي مشران يې ووژل او اوه تنه نور يې زخميان کړل.

ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي په وينا دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دملک زرين په ګډون دسيمې يو شمېر قبيلوي مشران ديوې شخړې دحل لپاره جرګه شوي وو چې پر دوی يو ځان مرګى بريد وشو. دده په ويناپه دې ځان مرګي بريدکې دملک زرين په ګډون يولس تنه ووژل شول اواوه تنه نورزخميان شول.

دکونړولايت دمرکزي روغتون مشرډاکترفاروق سهاک په ويناله دې پېښې دوي ته پنځه تنه زخميان راوړل شوي ووچې دهغوي روغتيايي حالت نازک ودښې درملنې په خاطريې دغه زخميان ننګرهارروغتون ته ولېږدول .

ددغې پېښې يو عيني شاهد د جرګې ګډونوال او د يو زخمي خپلوان حاجي نورمحمد وايي دى هم دغې جرګې ته رابلل شوى و، تر جرګې وروسته چې دوی کله مېلمستيا ته وخوځېدل نو په لاره کې يې يو ډم واورېد دی نور پوه نه شو خوکله چې له موټره ښکته شو نو زيات شمېر خلک په وينو کې ککړ پکړپراته وو.

د حکومت وسله والو مخالفينو په دغې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. ملک زرين د سيمې يو جهادي قوماندان وچې د جهاد د کلونو پر مهال دحضرت صبغت الله مجددي محلي قوماندان و، د موقتې ادارې په رامنځته کېدو سره دى په دغه ولايت کې د فرقې قوماندان، د اضطراري لويې جرګې او اساسي قانون جرګې غړى و.

د طالبان د واکمنۍ پر مهال دى له پولې اخوا په دير سيمه کې اوسېده او د هغوی سخت مخالفه و. د پخواني پاچا محمدظاهرشاه له پلويانو څخه و خو کله چې د حامدکرزي واکمني شوه نو دى يې سخت پلوى شو.

د افغانستان جمهورريس حامدکرزي هم دغه پېښه غندلې اودملک زرين پرمړينه يې ديوې خبرپاڼې له لارې خواشينې ښودلې.

بل لور ته دافغانستان دپوهنې وزارت ديوې خبرپاڼې له لارې ويلي دي چې د کونړولايت په ځانمرګي بريدکې د دوی دښوونځي پنڅه تنه زده کوونکي وژل شوي دي دغه وزارت د يوې خبرپاڼې له لارې په خپلو زده کوونکيوخواشينې ښودلې اوددغې پېښې عاملين يې غندلي دي .

XS
SM
MD
LG