د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ او نورستان تر منځ اوبو وړی پل بیرته رغیږي


د کونړ او نورستان تر منځ اوبو وړی پل بیرته رغیږي

د کونړ او نورستان تر منځ اوبو وړی پل بیرته رغیږي

څو ورځې وړاندې د کونړ په ولایت کې تر سخت ورښت وروسته داسې سېلاوونه راووتل چې ددغه ولایت د وټه پور په ولسوالی کې یې یو پخوانی بنسټیز پُل یووړ.

ددغه پله په ویجاړېدو سره ددې ولایت د ولسوالیو او نورستان ولایت تر منځ غځېدلې لارې پرې شوې د موټرو تګ راتګ ستونزمن شو.

دا چې ددغه ولایت په دروکې اوس هم امریکایي افغان پوځیان دېره دي، هغوی ته اوس مهال اکمالات رسول هم ستونزمن شوي ولسي خلک هم په اسانۍ نه شي کولای د کونړ ولایت مرکز ته راشي او له نورستان سره هم اړیکه په سختی نیول کیږي، نو امریکایي ځواکونو تر هر څه وړاندې ددغه پله د جوړېو تابیا وکړه.

دوی اوس مهال د کونړ والی سیدفضل الله وحیدي په وینا د یو ګرځند پُل په ایښودو پیل وکړ. دی وایي، ددغه پله په ایښودو سره به د زرګونو کورنیو د تګ راتګ او اکمالاتو ستونزه دم ګړی حل شي.

د سیمې خلک وایي له کومې ورځې راهیسې چې دغه پول ویجاړ شوی نو دوی له سختوستونزو سره لاس او ګریوان شوي دي. دوی په ډیروستونزو د خوراک ا و پوښاک شیان درو ته لېږدوي.

دوی وایي، که دغه پل ژرجوړنه شی نوددوی ناروغان به له مرګ ومیرسره مخامخ وي.دسیمې خلک په ډېروستونزوپنډپه شاګرځوی اواوږدې لارې پلې وهي. له یوې خوا د روژې نیول، د اوړي سوزونکي لمر تنده او له بلې خوا درانه پنډونه تر شا او پر سرګرځول داسې ستونزې دي چې د ژوند له مزو یې خلک ویستي دي.

XS
SM
MD
LG